ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې چاودنې اته کسان ټپيان کړي

په هرات کې چاودنې اته کسان ټپيان کړي

author avatar
7 Aug 2019 - 14:52
په هرات کې چاودنې اته کسان ټپيان کړي
author avatar
7 Aug 2019 - 14:52

 

هرات ښار (پژواک، ١٦ زمرى ٩٨): په هرات ولايت کې د چسپکي ماين چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اته کسان ټپيان شوي دي.

د هرات امنيه قوماندان امین الله امرخېل نن پژواک اژانس ته وويل چې دغه چاودنه د هرات ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند له عيدګاه جومات سره نږدې شوې ده.

امرخېل وايي چې دغه چسپکي ماين په يوه کرولا موټر کې ځاى پر ځاى شوى و.

نوموړي زياته کړه چې دغه پېښه تلفات لري، خو کره شمېر يې نه دى معلوم.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکتر عارف جلالي پژواک ته وويل چې له دې پېښې اته ټپيان روغتون ته ورلېږدول شوي.

سرچينه وايي چې په ټپيانو کې دوه ښځې، دوه ماشومان او نور عام کسان شامل دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.