ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د معلولينو کرکټ لوبډلې انګلستان ته هم ماتې ورکړه

د افغانستان د معلولينو کرکټ لوبډلې انګلستان ته هم ماتې ورکړه

author avatar
8 Aug 2019 - 10:01
د افغانستان د معلولينو کرکټ لوبډلې انګلستان ته هم ماتې ورکړه
author avatar
8 Aug 2019 - 10:01

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٨): د افغانستان د معلولينو کرکـټ لوبـډلې له بنګله دېش او پاکستان وروسته د کرکټ نړيوالو سياليو په درېيمه لوبه کې انګلستان ته هم ماتې ورکړه.

دا سيالۍ د زمري په ١٤مه په انګلستان کې پيل شوې دي چې په کې د پنځو هېوادونو لوبډلو برخه اخيستې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان خپله درېيمه لوبه تېره شپه له انګلستان سره ترسره کړه.

انګلتسان د دې لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يې وکړه، انګلستان په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٩ مندې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٦٠ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان د معلولينو لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې محمد شعيف ٣، شېرين اغا ٢، طفيل او حزب الله يو يو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د معلولينو لوبـډلې ياد هدف په شپاړسم اوور کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې محمدالله ۵۶، محمد اشرف ۳۹، جمیل شاه ۳۲ او طفیل ۲۰ منډې جوړې کړې.

محمد الله د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

افغانستان له دې مخکې بنګله دېش او پاکستان ته هم ماتې ورکړې وې او خپله څلورمه لوبه به نن له هندوستان سره ترسره کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.