پلخمري (پژواک، ۱۷زمری ۹۸): په بغلان کې ديني عالمانو د لوى اختر په ورځو کې له وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه.
په دې اړه د بغلان ديني عالمانو نن په مرکز پلخمري کې غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې د بغلان د ديني عالمانو شورا رييس مولوي سراج الدين سيرت وويل، که چيرې طالبان د افغانستان لپاره صادق وي، نو د لوى اختر په ورځو کې دې اوربند اعلان کړي.
هغه وايي: ((د دې لپاره چې زموږ د سولې پر خبرو باور راشي، نو طالبان دې په اختر کې اوربند اعلان کړي.))
د نوموړي په وينا، له يوې خوا د سولې خبرې او له بل پلوه د خلکو وژل کېدل دا په دې معنا ده چې د سولې واک له طالبانو او حکومت سره نشته.
دغه راز په دې غونډه کې قومي مشر سيد کمال وردګ وويل چې د افغان وژنې د مخنيوي لپاره دې طالبان لږ تر لږه د اختر په ورځ کې د اوربند اعلان وکړي.
وردګ زياته کړه: ((جنګ په افغانستان کې روان دى، خو خبرې په مسکو او دوحه کې کېږي، خبرې هم بايد په افغانستان کې وشي څو په دې اړه د خلکو شکونه لرې شي.))
يو شمېر نورو ديني عالمانو هم ورته څرګندونې وکړې.
د بغلان ديني عالمانو داسې مهال له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه چې په دې وروستيو کې په هېواد کې چاودنو او ځانمرګي بريدونو زور اخيستى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن