ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست ښار ته وارداتي برېښنا ورسېده

خوست ښار ته وارداتي برېښنا ورسېده

author avatar
8 Aug 2019 - 18:55
خوست ښار ته وارداتي برېښنا ورسېده
author avatar
8 Aug 2019 - 18:55

خوست ښار (پژواک، ۱۷ زمری ۹۸): په خوست کې د برېښناد سب سټيشن او ښار سره د وارداتي برېښنا د نښلولو ترڅنګ د بيارغونې يو شمېر نورې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

ولايتي چارواکي وايي، خوست ته د وارداتي برېښنا د انتقال پروژه چې د امريکا د متحده ايالاتو د انجنيرۍ ډلې په مالي لګښت سرته ورسېده او شاوخوا درې کاله وخت يې ونيوه، ۱۱۳ ميليونه ډالر لګښت پرې راغلی دى.

د خوست والي محمد حليم فدايي وايي، د دغې حياتي پروژې په پرانيستې سره نن رسماً ۲ زره  او شل کورنۍ له وارداتي برېښنا برخمنې شوې.

والي حليم فدايي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ۳۲ مېګاواټه په اندازې سره دغه وارداتي برېښنا چې له ګردېز نه خوست ته انتقال شوې، په راتلونکي کې به ۱۳ زره نورې کورنۍ هم ترې برخمنې شي.

دی وايي: ((له دې برېښنا سره به د هغو پيسو اندازه چې کورنيو د يو کيلو واټ پر سر ۳۷ افغانۍ ورکولې، اوس ۶.۲۵ افغانيو ته راښکته شي، چې دا د غريبو خلکو لپاره يو ښه زېری دی او ترڅنګ يې د تجارتي ساحو چې ۴۵ افغانۍ وې، د هغې بيه به ۱۶.۸ افغانيو ته راښکته شي)).

والي دغه راز وويل چې له دې سره به په دغه ولايت کې د اقتصاد او صنعت په برخه کې هم پرمختګ رامنځ ته شي.

ورته مهال د خوست د برېښنا شرکت رييس انجنير محمداصف نيازي پژواک اژانس ته وويل چې د خوست د برېښنا دغه سب سټيشن چې ۳۲ مېګاواټه په اندازه برېښنا لري، ۲۵ زره کورنيو ته د برېښنا د ورکړې ظرفيت لري.

هغه وايي، پلان لري په راتلونکو کلونو کې دا پروژه نوره هم وغځوي، څو د خوست ټول اوسېدونکي له وارداتي برېښنا څخه برخمن شي.

د سب سټيشن د پرانيستې او خوست ښار سره د وارداتي برېښنا د نښلولو ترڅنګ نن ورځ د بيارغونې څو نورې پروژې هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

په دې پروژو کې د خوست شيخ زايد پوهنتون د شرعياتو پوهنځي لپاره څلور پوړيزه ودانۍ او د قبايلو لېسې کمپلکس شامل دی، چې څه د پاسه ۲ سوه ميليونه افغانۍ ورباندې لګښت راغلی دی.

همدا ډول د دې ترڅنګ د ښار لپاره د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکې د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه چې ۷ زره کورنيو ته به د اوبو رسولو ظرفيت ولري.

د خوست والي فدايي د يادې پروژې د بنسټ ډبرې اېښودو پرمهال پژواک ته وويل، پر دغې پروژه نږدې ۱۵۰ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې په بشپړېدو سره به يې تر يوه بريده د ښاريانو د څښلو پاکو اوبو ستونزه حل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.