خوست ښار (پژواک، ۱۷ زمری ۹۸): د خوست په مرکز کې دوه پرله پسې چاودنې شوې چې له امله يې نهه کسان ټپيان شوي دي.
لومړۍ چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د خوست ښار په سوېلي څنډه کې سپين جومات ته څېرمه پر يوه سراچه موټر پسې د مقناطيسي ماين له امله وه او دويمه چاودنه د سرحدونو او قبایلو چارو رياست تر څنګ وشوه.
په دې اړه د خوست امنيې قوماندانۍ وياند عادل حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دواړو پېښو کې نهه کسان ټپيان شوي دي.
هغه وويل چې په ټپيانو کې دوه پوليس او نور عام وګړي دي.
نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
د یادو چاودنو مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ځينو ولايتونو کې د چسپکي ماينونو د چاودنې پېښې ډېرې شوې چې ګڼو ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن