ترینکوټ (پژواک، ۱۷ زمرى ۹۸): د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي او د وژل شوو سرتېرو د کورنۍ غړي وایي، په چارچينو ولسوالۍ کې یې د افغان ځواکونو په ليکو کې د کورنۍ غړي وژل شوي خو جسدونه یې مرکز ترينکوټ ته نه انتقالېږي.
لسګونه کسان تېره شپه ناوخته د اروزګان ولايت د مقام مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي وو او ويل يې: ((موږ د خپلو بچيانو مړي غواړو.))
د اعتراض کوونکو له ډلې ملک څراغ پژواک ته وويل چې يوه اوونۍ وړاندې د دوى د کورنۍ غړي په چارچينو ولسوالۍ کې وژل شوي خو جسدونه يې تر اوسه نه دي انتقال شوي.
هغه وايي: ((پنځه مياشتې کېږي، په چارچينو کې سرتېري کلابند دي، هره ورځ وژل کېږي، حکومت بايد دغه کسان وژغوري او د وژل شوو کسانو جسدونه بايد ژر انتقال کړي.))
دغه راز بل اعتراض کوونکي حبيب الله پژواک ته وويل: ((يوه هفته کېږي چې د تره زوى مې په چارچينو کې وژل شوى، ښځو را باندې کور کې هر څه حرام کړي دي، د وژل شوي تره زوى مړى را نه غواړي.))
ده ټينګار وکړ چې حکومت دې په چارچينو کې د وسله والو طالبانو پر وړاند پراخ عمليات ترسره کړي څو پاتې سرتېري له کلابندۍ څخه وژغورل شي.
يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
بل لور ته د اروزګان والي اسدالله سعيد له يادو اعتراض کوونکو سره د ليدو پر مهال وويل، دوى کوښښ کوي چې هر څه ژر د وژل شوو پوځيانو جسدونه انتقال کړي.
هغه وويل: ((ما اړوندو ادارو ته هدايت ورکړى چې وژل شوي کسان انتقال کړي او هلته د وضعيت د ښه والي لپاره هم پوره کوښښ وکړي.))
په چارچينو کې د ځينو سرچينو د معلوماتو له مخې دا مهال په دې ولسوالۍ کې د ١١ سرتېرو جسدونه له يوې اوونۍ راهيسې پراته دي او د انتقال لپاره يې اقدام نه کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن