کابل (پژواک، ۱٧ زمری ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو کمېشنر چې د ولسمشر له خوا د کابو ۸۵زره امریکايي ډالرو د حیف و میل له امله له دندې لرې شوی و، اوس بیا په دغه کمېسیون کې د کمېشنر په توګه دنده ترسره کوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون اوسنی کمېشنر اورنګزېب چې مخکې یې د دغه کمېسیون د مالي او اداري مرستیال په توګه دنده ترسره کوله، په ۱۳۹۳ کال کې د الوتکې د سلګونه جعلي ټکټونو او ۸۵ زره امریکايي ډالرو په حیف او میل تورن شوی دی.
ټکټونه د افغاستان د سیمه ییزو هوايي شرکتونو په نوم او رسمي لوګو جوړ شوي وو، خو له څېړنو وروسته معلومه شوه چې ټول ټکټونه جعلي وو.
په یاده قضیه کې د اورنګزېب په ګډون اته نور کسان لکه د پلان رییس، د بشري سرچینو پخوانی رییس، د ټکنالوجۍ رییس او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون څو نور غړي تورن دي.
هغه اسناد چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړي، ښيي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرتابه د ښو ټاکنیزو چارو د ترسره کولو له امله له لويې څارنوالۍ څخه د اورنګزېب او د نوموړي د شریکانو د قضیې د ځنډېدو غوښتنه کړې ده.
لویې څارنوالۍ ته د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۷ کال د وري د ۲۱مې په ۳۱۴ شمېره مکتوب کې د دغه کمېسیون یو شمېر مهم غړي په هغې قضیه کې د شاملېدو په تور په دوسیه کې شامل دي چې په یاده قضیه کې ښکېل کېدل یې د ټاکنیزو چارو ترسره کول له جدي ستونزو سره مخامخ کوي او په یو ډول د ټاکنو ترسره کول په ټاکلي وخت ناشوني کوي.
په سند کې راغلي، تورن کسان حاضر دي چې د نسبي قضیې د پرمخ وړلو لپاره لویې څارنوالۍ ته ځواب ورکړي، خو له دې ادارې غواړي چې د یادې قضیې څېړل تر راتلونکو ټاکنو «د ولسي جرګې ټاکنو» پورې وځنډوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن