ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې سږ کال د خټکیو حاصلات څو برابره ښه شوي

کندوز کې سږ کال د خټکیو حاصلات څو برابره ښه شوي

author avatar
8 Aug 2019 - 16:11
کندوز کې سږ کال د خټکیو حاصلات څو برابره ښه شوي
author avatar
8 Aug 2019 - 16:11

کندوز ښار (پژواک، ١٧ اسد ٩٨): د کندوز د کرنې رياست چارواکي وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په دغه ولايت کې د خټکيو د حاصلاتو کچه څو برابره لوړه شوې ده.

بل لور ته کروندګر هم وايي چې د خټيکو حاصلات يې ښه دي خو زياتوي چې د خرڅلاو لپاره يې بازار نه لري.

د دغو کروندګرو له ډلې عبدالله د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال يې د تېرو کلونو په پرتله د خټکيو ډېر حاصلات ترلاسه کړي دي.

خو دى وايي: ((حاصلات چې هر څومره ډېر شي، بازار نه لري څه به يې کړو همدا اوس هم موږ په تاوان کې روان يو.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال په کندوز ښار کې د يو من خټکيو بيه پنځوس افغانۍ ده.

دغه راز يو بل کروندګر حفيظ الله پژواک ته وويل: ((حاصلات ښه دي خو بازار نه لري، تېر کال يوه دانه عسقلاني خټکي ٥٠ تر ١٠٠ افغانيو پورې خرڅېدل، خو سږ کال يې څوک په ٣٠ او ٤٠ افغانيو هم نه اخلي.))

همدارنګه د خټکيو يوه سوداګر حاجي نعيم خان پژواک ته وويل چې هره ورځ د کندوز د خټکيو له بازار څخه پنځوس موټره خټکي نورو ولايتونو او ان پاکستان هېواد ته هم صادرېږي.

ده زياته کړه: ((نور کلونه پاکستان ته نه تلل، خو سږ کال يې حاصلات ډېر ښه دي، نو ځکه پاکستان ته هم وړل کېږي او خلک يې ډېر خوښوي.))

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.

په دې اړه د کندوز د کرنې رييس عبدالهادي قرلق پژواک ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په کندوز کې د خټکيو د حاصلاتو کچه څو برابره لوړه شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، سږ کال د دغه ولايت په نږدې څلورنيم زره هکتاره ځمکه کې خټکي کرل شوي دي.

د قرلق په وينا، حکومت کوښښ کوي چې د کروندګرو د خټکيو او نورو حاصلاتو لپاره په کور دننه او بهر بازار پيدا کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.