کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٨): د هندوستان د معلولينو کرکـټ لوبـډلې، د کرکټ نړيوالو سياليو په ترڅ کې افغانستان ته هم ماتې ورکړه.
دا سيالۍ د زمري په ١٤مه په انګلستان کې پيل شوې دي، چې په کې د پنځو هېوادونو لوبډلو برخه اخيستې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان خپله څلورمه لوبه تېره شپه له هندوستان سره ترسره کړه.
د معلولينو افغان لوبډلې پچه وګـټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، افغان لوبـډلې د ټلوو لوبغاړو په سوځېدلو سره ٨٠ منډې جوړې کړې او هند ته يې د٨١ منډو هدف ورکړ.
خو د هندوستان لوبـډلې ياد هدف په اتسلم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه او لوبهي ې وګټله.
افغانستان تر دې مخکې پاکستان، انګلستان او بنګلدېش ته ماتې ورکړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن