ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشريزو ټاکنو د بايوميـټريک ماشينونو لومړۍ محموله کابل ته ورسېدله

د ولسمشريزو ټاکنو د بايوميـټريک ماشينونو لومړۍ محموله کابل ته ورسېدله

author avatar
9 Aug 2019 - 09:02
د ولسمشريزو ټاکنو د بايوميـټريک ماشينونو لومړۍ محموله کابل ته ورسېدله
author avatar
9 Aug 2019 - 09:02

کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٨) : د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د بايو ميټريک ماشينونو لومړۍ محموله کابل ته رسېدلې ده.

د ټاکنو کميسيون د دارالانشاء رييس حبيب الرحمن ننګ وايي، چې ډېر ژر به دغه ماشينونه په مرکز کابل او ولاياتو ټاکنيزو مرکزونو ته ولېـږل شي.

هغه زياته کړه، چې ددې ترڅنګ د احصايې د مرکزي ادارې لخوا هم ١٨ زره د بايوميـټريک ماشينونه کميسيون ته لېـږول شوي او تر ترميم وروسته به ترې استفاده وش.

ننګ وايي، چې له يوې بهرنۍ کمپنۍ سره د ١٧  زره نويو بايوميټريک ماشينونو قرارداد شوى، چې لومړۍ محموله يې پرون کابل ته رسېدلې او ټاکل شوې ده، چې نور يې نن ورسېږي.

ټاکل شوې ده، چې ولسمشريزې ټاکنې د روان لمريز کال د تلې په شپږمه ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.