جلال اباد (پژواک، ١٨ زمرى ٩٨): د ننګرهار ولايت د بهسودو پخوانى زوړ تخریب شوي پول د جوړیدو چارې بشپړې او د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پول د والي شاه محمود میاخیل په ځآنګړې پاملرنه او د ټولګټو چارو وزارت د ۲۷ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ترميم شوى دى.
والي شاه محمود میاخیل د پول د پرانیستې پر مهال د ټولګټو چارو وزارت څخه مننه وکړه،چې د ولایتي ادارې په غوښتنه یې د بهسودو د پخواني پول تخریب شوې چارې د شاوخوا ۴ میاشتو په موده کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت په اساسي ډول ترمیم او نن یې د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د ترافیکو پرمخ پرانیست.
هغه زیاته کړه، د ۳۵۰ متره په اوږدوالي پخواني پول سیستم ډیر معلق وو،چې د ورته وسایلو د تر لاسه کولو له امله یې د ترمیم چارې په ځنډ خو اساسي ډول ترسره شوې .
د ننګرهار د ټولګټو چارو ريیس انجنير حامد ضیا وویل، وخت په وخت د پول د جوړیدو له چارو څخه څارنه کړې او له همدې امله یې کارونه په معیاري او اساسي ډول ترسره شوي .
هغه زیاته کړه، د نیکمرغه لوی اختر وروسته به د پول دواړو خواو ته د پاتې سړک چارې هم پیل کړې او تر جوړیدو وروسته به هغه هم ګټې اخیستنې ته وسپاري .
د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد وويل، چې د یاد پول د جوړیدو له امله به د درييو ولايتونو تر ٢٠ ولسواليو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزه تر ډیره کچه حل شي .
د ترافیکو پرمخ د یاد پول د پرانیستې وروسته ګڼ شمیر موټر چلوونکو هم د ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې پول یې د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د ترافیکو پرمخ پرانیست او له امله یې د خلکو د تګ راتګ پرمهال د ځنډیدو مخنیوی وشو.
د یادونې وړده،چې د یاد پول په ترمیم سره دواړه پولونه د ترافیکو پرمخ پرانیستل شول او د پول په مربوطاتو کې ترافیکي ګڼې ګوڼې مخه ونیول شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن