ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا مسوولین په هلمند کې د روږدو د شمېر پر ډېرېدو اندېښمن دي

د عامې روغتیا مسوولین په هلمند کې د روږدو د شمېر پر ډېرېدو اندېښمن دي

author avatar
10 Aug 2019 - 16:13
د عامې روغتیا مسوولین په هلمند کې د روږدو د شمېر پر ډېرېدو اندېښمن دي
author avatar
10 Aug 2019 - 16:13

لښکرګاه (پژواک، ۱۹ زمرى ٩٨):  د هلمند د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر شاوخوا ١٣٠زره ته رسېږي او دغه شمېر نور هم د لوړېدو په حال کې دی.

د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالاحد حازم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ناامنيو او وزګارتيا له امله په دغه ولايت کې پر نشه يې توکو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.

نوموړى وايي چې په دغه ولايت پر نشه يې توکو د اخته کسانو شمېر څه باندې ١٣٠زره دى خو د درملنې لپاره يې دوى يواځې يو سل بستريز روغتون لري.

ده زياته کړه: ((موږ په دغه روغتون کې په هره دوره کې يواځې د سلو کسانو درملنه کولاى شو، په داسې حال کې چې شمېر يې ډېر لوړ دى او زموږ امکانات کم دي.))

حازم وايي، کوښښ کوي چې په هره دوره له دې د ډېرو کسانو د درملنې لپاره زمينه برابره کړي.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د نشې ساحې په نوم يو تفريحي پارک دى، دغه پارک ته د روږدو تر څنګ يو شمېر د نشه يي توکو پلورونکي هم ورځي.

په دغه پارک کې نورالرحمن پژواک ته وويل چې له څو کلونو راهيسې پر نشه يي توکو اخته شوى او له دغه ځايه په ډېرې اسانۍ نشه يي توکي ترلاسه کوي.

ده زياته کړه: ((يا دلته موږ ته مواد راوړي، يا کور ته ورپسې ځو، د هر ځل لپاره د سلو روپو ترې اخلو، هماغه بيا زموږ درد ارامه کوي.))

دغه راز يو بل معتاد محمد شاه پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې دغه پارک ته ورځي او نشه يي توکي کاروي.

هغه وايي: ((زه عسکر وم، درې مياشتې يې معاش رانه کړ، سخت اقتصادي فشار را باندې راغی نو ځکه مې نشه يې توکو ته مخه کړه.))

يو شمېر نورو روږدو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د دوى درملنه وکړي.

بل لور ته د هلمند امنيه قوماندان سمونيار احسام الدين هلمندي پژواک ته وويل چې ډېر ژر به د نشه يې توکو د پير او پلور د مخنيوي په موخه عمليات ترسره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.