د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د عامې روغتیا مسوولین په هلمند کې د روږدو د شمېر پر ډېرېدو اندېښمن دي

د عامې روغتیا مسوولین په هلمند کې د روږدو د شمېر پر ډېرېدو اندېښمن دي

Aug 10, 2019 - 16:13

لښکرګاه (پژواک، ۱۹ زمرى ٩٨):  د هلمند د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر شاوخوا ١٣٠زره ته رسېږي او دغه شمېر نور هم د لوړېدو په حال کې دی.

د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالاحد حازم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ناامنيو او وزګارتيا له امله په دغه ولايت کې پر نشه يې توکو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.

نوموړى وايي چې په دغه ولايت پر نشه يې توکو د اخته کسانو شمېر څه باندې ١٣٠زره دى خو د درملنې لپاره يې دوى يواځې يو سل بستريز روغتون لري.

ده زياته کړه: ((موږ په دغه روغتون کې په هره دوره کې يواځې د سلو کسانو درملنه کولاى شو، په داسې حال کې چې شمېر يې ډېر لوړ دى او زموږ امکانات کم دي.))

حازم وايي، کوښښ کوي چې په هره دوره له دې د ډېرو کسانو د درملنې لپاره زمينه برابره کړي.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د نشې ساحې په نوم يو تفريحي پارک دى، دغه پارک ته د روږدو تر څنګ يو شمېر د نشه يي توکو پلورونکي هم ورځي.

په دغه پارک کې نورالرحمن پژواک ته وويل چې له څو کلونو راهيسې پر نشه يي توکو اخته شوى او له دغه ځايه په ډېرې اسانۍ نشه يي توکي ترلاسه کوي.

ده زياته کړه: ((يا دلته موږ ته مواد راوړي، يا کور ته ورپسې ځو، د هر ځل لپاره د سلو روپو ترې اخلو، هماغه بيا زموږ درد ارامه کوي.))

دغه راز يو بل معتاد محمد شاه پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې دغه پارک ته ورځي او نشه يي توکي کاروي.

هغه وايي: ((زه عسکر وم، درې مياشتې يې معاش رانه کړ، سخت اقتصادي فشار را باندې راغی نو ځکه مې نشه يې توکو ته مخه کړه.))

يو شمېر نورو روږدو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د دوى درملنه وکړي.

بل لور ته د هلمند امنيه قوماندان سمونيار احسام الدين هلمندي پژواک ته وويل چې ډېر ژر به د نشه يې توکو د پير او پلور د مخنيوي په موخه عمليات ترسره کړي.

هغه وايي: ((دلته په هلمند کې ډېر زيات نشه يي توکي کرل کېږي، مخنيوی یې لږ مشکل کار دى خو موږ خپل کوښښ کوو.))

قوماندان کومه شمېره په ډاګه نه کړه خو ويې ويل چې په تېرو څو مياشتو کې يې د نشه يي توکو يو شمېر کاروباريان نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.

د يادونې ده، د افغانستان په کچه هلمند هغه ولايت دى چې تر نورو په کې ډېر نشه يې توکي کرل کېږي او له همدې امله يې د نا امنيو کچه هم لوړه ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement