ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسلمانان د حج لوی رکن(وقوف عرفه) ادا کوي

مسلمانان د حج لوی رکن(وقوف عرفه) ادا کوي

author avatar
10 Aug 2019 - 10:56
مسلمانان د حج لوی رکن(وقوف عرفه) ادا کوي
author avatar
10 Aug 2019 - 10:56

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۹۸): نن د افغانستان د حاجیانو په ګډون له ټولې نړۍ شاوخوا درې میلیونه مسلمانان په عربستان سعودي کې د عرفات مراسم پر ځای کوي.

حجیانو پرون د حج مراسم پیل کړل، هغوی احرامونه وتړل او له مکې معظمې یې د مني پر لور حرکت وکړ او هلته د شپې له تېرولو وروسته نن سهار د حج اساسي رکن ادا کولو لپاره عرفات ته ولاړل.

حج د اسلام پنځم رکن دی چې هر کال په مذهبي ډول په سعودي عربستان کې ادا کېږي.

حاجیان سهار وختي له لمر ختلو مخکې د عرفات شاوخوا راټول شوي، د دعا لپاره یې لاسونه لپه کړي او له خدای ج سره یې راز و نیاز وکړ.

د عرفات دښته له لوی رب سره د حاجیانو د راز او نیاز ځای دی او هغه ځای دی چې حضرت محمد ص مسلمانانو ته خپله وروستۍ خطبه ویلې ده.

وروسته مسلمانانو د نمرې جومات ته راټولېږي، د حج خطبه اوري، د ماسپښین او مازدیګر د لمونځونو له ادا کولو وروسته له مني مزدلفې ته حرکت کوي.

جاجیان شپه په مزدلفه کې تېروي، ۲۱ یا ۴۲ وړې ډبرې د لوی، منځني او کوچني شیطان ویشتلو لپاره ټولوي او د سهار لمانځه له ادا کولو وروسته د مني لور او د لوی شیطان ویشتلو لپاره حرکت کوي.

وروسته حاجیان د اختر په لومړۍ ورځ په اوو ډبرو د شیطان له ویشتلو وروسته قرباني کوي، خپل ویښتان کموي او بیا د طواف لپاره د کعبې شریفې پر لور ځي.

حاجیان اوو ځلې طواف کوي، وروسته صفا او مروې ته ځي، زمزم اوبه څښي او د ابراهیم په مقام کې دوه رکعته لمونځ ادا کوي.

زایرین د کعبې شریفې له طواف وروسته بېرته مني ته ګرځي او د اختر په دویمه او درېیمه منځنی او کوچنی شیطانان په ډبرو ولي.

هغوی د اختر په درېیمه د مازدیګر له لمانځه مخکې، وروسته له هغه چې کوچنی شیطان هم په ډبرو وولي، له مني مکې مکرمې ته خوځېږي او په دې توګه د حج فریضه ختمېږي.

د حاجیانو په ډله کې د افغانستان هم شاوخوا دېرش زره حاجیان شامل دي او د حج او اوقافو وزارت وايي چې د نورو کلونو په پرتله یې سږ کال د حاجیانو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.