کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۹۸) : د طالبانو د ملا رسول ډلې مشر پخپل اختریز پیغام کې ویلي، چې بهرنیان دافغانانو ستونزې نه شی هواروی، بلکې لابحرانونه رامنځته کوي.
د طالبانو د ملا رسول ډلې مشر مل محمد رسول د اختر په مناسبت پخپل پیغام کې ټولو مسلمانانو ته دا ختر مبارکي ورکړې ده.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان د مسايلو حل يواځینۍ لاره خپلمنځي تفاهمات دي چي دافغانستان ټول ذي دخل اړخونه په خپل مینځ کي سره کيني او په اخلاص سره دهيواد راتلونکی وټاکي.
نوموړي ویلي، تاريخ د اثابته کړي چي بهرنیانو تل دافغانانو شخړې نه دي هواري کړې ، بلکې یې لا بحرانونه رامنځته کړي دي.
ملا رسول زیاته کړې، چې د قطر خبرې اترې د افغانانو در نه شي دوا کولی او دافغانانو په سترګو کې خاورې شیندل دي.
د هغه په وینا، دواړه لوري په مذاکراتو کې دامتیازاتو لپاره جنګونو ته زور ورکړی ، چې له ا مله یې عام افغانان زیانمن کیږي.
د طالبانو د ملا رسول ډلې پر خپلو کسانو غږ کړی چې د عامو خلکو ملاتړ وکړي او د عامه شتمنیو څخه دفاع وکړي او چاته هم اجازه ورنه کړي چي تخريب يي کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن