ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د ماشومانو د تفريح مرکزونه مخ په ډېرېدو دي

په هرات کې د ماشومانو د تفريح مرکزونه مخ په ډېرېدو دي

author avatar
10 Aug 2019 - 15:49
په هرات کې د ماشومانو د تفريح مرکزونه مخ په ډېرېدو دي
author avatar
10 Aug 2019 - 15:49

شهر هرات (پژواک، ۱۹ زمری  ٩٨): همدا اوس په هرات ښار کې د ماشومانو د تفريح شاوخوا لس مرکزونه فعالیت کوي چې ماشومانو ته په روحیه ورکولو کې یې مثبت رول لوبولی دی.

هراتي کورنۍ چې یادو مرکزونو ته یې خپل ماشومان راوستلي وايي، هڅه کوي خپل ماشومان د جګړو او تاوتریخوالي له خبرونو لرې وساتي.

دوی پر دې باور دي چې تفریحې مرکزونو ته د ماشومانو راوستل د دوی د روحيې پر پیاوړتیا سربېره ددې لامل کېږي چې دوی په راتلونکي کې سالم او له شخصي عقدو خالي کسان لویېږي.

۴۶ کلن عبدالظاهر د هرات یو اوسېدونکی دی چې خپل ماشوم یې یوه تفریحي مرکز ته راوستلی دی.

نوموړی په دې اند دی چې ماشومانو ته روحیه ورکول د رواني او روحي روغتیا سربېره د دوی له زده کړو او روزنې سره مرسته کوي او ماشومان به یې په ډېره لېوالتیا د ښوونځي ورځني درسونه لولي.

دغه راز د حمیدالله په نوم کس د هرات بل اوسېدونکی دی چې خپل ماشوم یې یوه تفریحې مرکز ته راوستلی دی.

نوموړي هم وویل، ماشومان له جګړې ستړي دي او د روحیې د پیاوړتیا، د جګړې، ناامنۍ او منفني خبرونو له اورېدو د لرې ساتلو لپاره یې خپل ماشوم دغه تفریحي مرکز ته راوستلی څو په خپله ماشومانه نړۍ کې ډوب وي.

ماشومان هم دغه تفریحي مرکز ته له ننوتلو وروسته بل ډول شور او احساسات لري.

دوی د ژوند له ستړو لرې هغه لوبې کوي چې تر اوسه یې ورته ډېره کمه زمینه برابره ده.

د سهیل په نوم اته کلن ماشوم یوه تفرېح یوه مرکز ته راغلی دی.

هغه په ماشومانه انداز وویل، کله چې په اوونۍ کې یو ځل د لوبو ښار ته راځي په ډېره لېوالتیا ښوونځی لولي.

په ورته وخت کې د یوه تفریحي مرکز مسوول نجیب الله یعقوبي ددغه مرکز د جوړېدو موخه د افغانستان جګړه ځپلو ماشومانو لپاره د لوبو سربېره روحي پیاوړتیا او ټولنې ته د سالمو ماشومانو وړاندې کول دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.