ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د سروزرو، غوړیو او اوړو بیې لوړې شوې دي

کابل کې د سروزرو، غوړیو او اوړو بیې لوړې شوې دي

author avatar
10 Aug 2019 - 12:20
کابل کې د سروزرو، غوړیو او اوړو بیې لوړې شوې دي
author avatar
10 Aug 2019 - 12:20

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۹۸): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د سرو زرو، غوړیو او قزاقي اوړو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د تیمورشاهي واټ یوه زرګر حاجي فواد صالح زاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله یو ګرام عیار ۵۸۵ سره زر له ۲۴۰۰ څخه ۲۶۰۰ افغانیو او یو ګرام عربي ۷۵۰ سره زر له ۳۲۰۰ افغانۍ لوړ شوي دي.

د سروزرو بیه په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیو لوړېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم لوړه شوې ده.

د کابل ښار د منډوي یوه عمده پلورونکي محمد صمیم وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹ کیلويي قزاقي اوړو عمده پلور بیه له ۱۴۶۰ څخه ۱۴۸۰ افغانیو او د ۱۶ لېتره خورشید خوړیو بیه له ۱۰۸۰ څخه ۱۱۰۰ افغانیو ته لوړې شوې ده.

خو هغه وايي چې نن د تېرو اوو ورځو مخکې په څېر د ۴۹ کیلويي پاکستانۍ بورې عمده پلور بیه ۱۹۵۰ افغانۍ، لومړی سېله پاکستانۍ وریجې  په ۲۲۰۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو افریقايي تور چای په ۳۲۰ افغانۍ دي.

د ځینو توکو پرچون پلور بیه د هغو له عمده بیې سره په ځینو مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار د تایمني د ۱۳ سړک یو هټۍ وال احمد مصطفی وویل چې نن ۵۰ کیلويي قزاقي اوړه په ۱۵۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلويي پاکستانۍ بوره په ۲۰۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلويي لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۱۵۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چای په ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سون توکو بیو د تېرو اوو ورځو په نسبت کوم بدلون نه دی کړی.

د کابل شار د تایمني د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي محمد اکرام وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله یو کیلو ګاز په ۵۰ افغانۍ پلوري.

دغه راز د کابل ښار د وزیراباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر یو لېتر پټرول په ۵۰ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۴۷ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار د سرای شهزاده د صداقت صرافۍ د مالک میر حسین د معلوماتو له مخې، نن د یوه امریکايي ډالر د اخیستو ارزښت ۷۸،۷۰ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو ارزښت ۴۹۷ افغانۍ دی.

د زمري په ۱۲مه د یوه امریکايي ډالر د اخیستو ارزښت ۷۸.۳۵ افغانۍ و او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۹ افغانۍ وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.