ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان د نساجي فابریکې ډېری ماشینونه فعال دي خو فابریکه هېڅ فعالیت نه لري

د بغلان د نساجي فابریکې ډېری ماشینونه فعال دي خو فابریکه هېڅ فعالیت نه لري

author avatar
11 Aug 2019 - 10:17
د بغلان د نساجي فابریکې ډېری ماشینونه فعال دي خو فابریکه هېڅ فعالیت نه لري
author avatar
11 Aug 2019 - 10:17

پلخمري (پژواک، ۲۰ زمرى ٩٨): د بغلان د نساجي فابريکې مسوولين وايي چې دغه فابريکه تر زرو ډېر فعال ماشينونه لري خو د حکومت د نه پاملرنې له امله يې په تېرو  ١٥ کلونو کې فعاليت نه دى کړى.

د اړوندې موضوع په اړه د یادې فابريکې رييس غلام قادر خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې فابريکې د بيا فعالولو لپاره له ازبکستان هېواد سره خبرې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((که څه هم چې موږ تر زرو ډېر فعاله ماشينونه لرو، خو په پخواني سيستم دي او کار ترې نه اخلو، خو دغه ځل غواړو د ازبکستان په مرسته په نوي سيستم سره يې فعاله کړو.))

قادر خان وړانديز وکړ چې د دې فابريکي په بيا فعالېدو سره بايد له بهره د رختونو واردولو مخه ونيول شي، څو د افغاني توليداتو ودې ته زمينه برابره شي.

د نوموړي په وينا، د دې فابريکي په بيا فعالېدو سره به زرګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.

دغه راز د فابريکې يوه کارکوونکي عبدالرزاق پژواک ته وويل چې له تېرو ٤٠ کلونو راهيسې په دې فابريکه کې کار کوي.

هغه وايي: ((يو وخت به دلته پنځه زره کسانو کار کاوه، خو اوس يواځې د ګوتو په شمېر څو کسان پاتې دي چې له ماشينونو یې ساتنه کوي.))

نوموړى زياتوي چې په سختو حالاتو کې يې له دې فابريکې ساتنه کړې خو له حکومته ګيله من دى چې ولې دې ملي شتمنۍ ته پاملرنه نه کوي.

دغه راز د فابريکې يو بل کارکوونکي خواجه محمد نذير پژواک ته وويل: ((همدا اوس ماشينونه د فعاليت لپاره اماده دي، خو حکومت ورته توجه نه کوي، نه پوهېږم چې ولې؟))

د يادو څرګندونو په اړه د بغلان والي احمد فريد بسيم پژواک ته وويل، دوى کوښښ کوي چې د بغلان د نساجي فابريکي تر څنګ په دغه ولايت کې ټولې شته فابريکي بېرته فعاله کړي.

هغه وويل چې د بغلان د نساجۍ فابريکې په اړه حکومت له ازبکستان، ترکمنستان او چين هېوادونو سره خبرې کړې دي او هيله شته چې ډېر ژر بېرته فعاله شي.

د يادونې ده، د بغلان د نساجي فابريکه شاوخوا اتيا کاله وړاندې جوړه شوې ده، دغې فابريکې تر ١٣٧١ کال پورې په يوه شپه او ورځ کې ١٢٦زره متره رخت توليداوه خو وروسته يې د توليداتو کچه راکمه شوه او له ١٣٨٢ کال وروسته يې هېڅ توليدات نه دي درلودلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.