ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني: هندوان او سیکان نور اقلیت نه دي

اشرف غني: هندوان او سیکان نور اقلیت نه دي

author avatar
11 Aug 2019 - 13:23
اشرف غني: هندوان او سیکان نور اقلیت نه دي
author avatar
11 Aug 2019 - 13:23

کابل (پژواک ٢٠ زمرى ٩٨): ولسمشر غني افغان هندوانو او سیکانو ته په خطاب کې ويلي چې دوى نور اقليت نه دي او له اساسي قانون سره سم له نورو هېوادوالو سره برابر حقونه لري.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې له افغان هندوانو او سکانو سره وکتل او له هغوی سره یې د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وکړه.

سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، ولسمشر غني افغان هندوانو او سیکانو ته په خطاب کې وویل: "تاسې نور اقلیت نه یاست او د اساسي قانون مطابق له نورو هېوادوالو سره برابر حقونه لرئ."

ده زیاته کړه چې افغان هندوانو او سیکانو د تاریخ په اوږدو کې ډېر مهم اقتصادي او سیاسي رول لرلی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس، اشرف غني همدارنګه د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست، اطفايې، اوبو رسولو، برېښنا شرکت، د ترافیکو د عمومي ریاست او د ملي ټلویزیون د تخنیک برخې له کارکوونکو سره په جلا کتنو کې د اختر مبارکي وکړه او د ماشومانو د نازولو تر څنګ یې هغوی ته د اختر مبارکي وویله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.