د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک: په ګردېز کې پر کلدارو راکړه ورکړه بېرته ډېره شوې ده

خلک: په ګردېز کې پر کلدارو راکړه ورکړه بېرته ډېره شوې ده

Aug 11, 2019 - 10:24

ګردېز (پژواک، ۲۰ زمرى ٩٨): د پکتيا اوسېدونکي وايي چې ولايتي اداره په هغه اقدام کې پاتې راغلې چې ويلي يې وو، په ګردېز او ولسواليو کې به پر پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه بندوي.

دوی وايي له کمې مودې ځنډ او څار وروسته اوسمهال بېرته په ګردېز کې د کلدارې چلند ډېر شوى او سوداګريز بازار يې نيولی دی.

په دې اړه د ګردېز اوسېدونکي عبدالحميد حماس پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر افغانيو د توکو د پېر او پلور لپاره د کلدارو د مناسب معادل او کنټرول نه شتون د کلدارې د مخنيوي په برخه کې عمده خنډ دی.

نوموړي وويل: ((کلداره به هغه وخت بندېږي چې په افغانۍ نرخنامې جوړې شي او عملي شي.))

په ګردېز ښار کې يوخ موچي سيدا خان وايي. ځيني وخت د افغانيو ميده پيسو کمېدل هم ستونزه رامنځته کوي او له خلکو سره لا هم د افغانۍ په نسبت کلدارې ډېرې دي.

خان وويل چې کلداره تر اوسه هېڅکله په پوره ډول نه ده بنده شوې او لا يې هم خلک کاروي.

دغه راز په ګردېز ښار کې د تخنيکي وسايلو يوه هټۍ وال عبدالرحيم ټولې مسوولې ادارې د کلدارو په بندولو کې پاتې بولي.

هغه وايي: ((ځيني دوکانداران يې که وانه خلي، نور ټول يې اخلي، کلدارې نه دي بندې شوې، والي صېب په دغه کار کې ناکام پاتې شوی دی.))

همدارنګه د خوراکي توکو د يوه پلورنځي مسوول بهايي جان نايبزی وايي چې د کلدارو د مخنيوي چاره تر پخوا ډېره پيکه او چارې يې سـستې شوې دي.

نايبزي پژواک ته وويل چې پر کلدارو د راکړې ورکړې د مخنيوي لپاره بايد پکتيا ته د ور وړل کېدونکو ټولو توکو نرخونه دې له داخلېدو وړاندې تعيین او بيا بازار ته وړاندې شي.

بل لور ته د پکتيا والي شميم خان کټوازی نه مني چې ګواکې د کلدارو چلند دې زيات شوی وي او زياتوي چې اوس هم په ګردېز کې زياته راکړه ورکړه پر افغانيو کېږي.

کټوازی وايي چې افغانۍ ملي ارزښت دی او پر ولايتي ادارې سربېره يې بايد ولايتي شورا، مدني ټولنې او خلک په دودولو کې خپل مسووليت ترسره کړي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((په اوله ورځ مو همدا شعار ورکړی و چې يا به زه نه يم او يا به کلداره نه وي؛ بنا په هماغه شعار ولاړ يو، زه دلته يم او کلداره به انشاالله نه وي.))

د يادونې ده، شاوخوا يو کال وړاندې په پکتيا کې د پاکستانۍ کلدارو د چلند د مخنيوي لپاره پراخ کمپاين پيل شو چې د څو مياشتو په جريان کې يې تر ډېره د کلدارو د چلند مخنيوی وکړ، خو د مسوول کمېسيون د کار له پای ته رسېدو وروسته اوسمهال بېرته پر کلدارو راکړه ورکړه زياته شوې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement