ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا والي خلک په ټاکنو او سولې پروسه کې پراخ ګډون ته راوبلل

د پکتیکا والي خلک په ټاکنو او سولې پروسه کې پراخ ګډون ته راوبلل

author avatar
11 Aug 2019 - 11:24
د پکتیکا والي خلک په ټاکنو او سولې پروسه کې پراخ ګډون ته راوبلل
author avatar
11 Aug 2019 - 11:24

ښرنه (پژوک، ٢٠ زمرى ٩٨): د پکتيکا والي د لوی اختر د لمانځه پر مهال وويل، خلک دې د سولې ټينګښت په پروسې او ولسمشريزو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او امنيتي ځواکونه هم چمتو دي چې د خپلو خلکو امنيت خوندي کړي.

والي ډاکتر مجيب الرحمان څمکني په دې اړه د اختر له لمانځه مخکې زرګونو کسانو ته د وينا پر مهال د دغه ولايت د خلکو همکاري له حکومت سره وستايله او هغوى يې د نظام ملاتړي وبلل.

ده وويل، د سولې روانه پروسه چې د حکومت تر څنګ د خلکو غوښتنه هم ده، وسله وال طالبان دې د سولې له روان فرصته ګټه واخلي او د سولې خبرې دې ګړندۍ کړي.

هغه زياته کړه، که د سولې روانو خبرو نتيجه ورنه کړه، دى به پکتيکاوالو ته د سولې واک ورکړي څو د سولې بهير له دغه ولايت څخه پيل کړي.

د نوموړي په وينا، دا چې د ټاکنو ملي پروسه په را رسېدو ده، نو د دغه ولايت اوسېدونکي دې د تېر په څېر بيا هم په ټاکنو پراخه برخه واخلي.

تمه ده د ولسمشرۍ ټاکنې تر راتلونکو څه باندې شپږو اوونيو کې (د تلې په ٦مه) ترسره شي.

والي وايي: "د وسله والو طالبان د تبليغاتو په کيسه کې مه کېږئ؛ ځکه افغان امنيتي ځواکونه چمتو دي چې د خپلو خلکو امنيت ټينګ کړي."

د ښرنې د جامع جومات امام ملا قاسم دعا هم په سوله راټوله وه چې په هېواد کې د ورور وژنې، چاودنو، جګړو او فقر ختمولو لپاره يې پروردګار رب ته لاسونه لپه کړل چې د خلکو له سترګو يې اوښکې تويې کړې.

د ښرنې ښار دوو لمونځ کوونکو عصمت او نواز له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې د اختر لمونځ يې د امن په فضا کې ادا کړ او هيله لري چې د اختر په ټولو ورځو کې به کراري او امن وي.خو

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.