ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهارکې د ښځينه ښوونکو د کمښت له امله ۷۵سلنه نجونې زده کړې نيمګړې پرېږدي

ننګرهارکې د ښځينه ښوونکو د کمښت له امله ۷۵سلنه نجونې زده کړې نيمګړې پرېږدي

author avatar
11 Aug 2019 - 10:43
ننګرهارکې د ښځينه ښوونکو د کمښت له امله ۷۵سلنه نجونې زده کړې نيمګړې پرېږدي
author avatar
11 Aug 2019 - 10:43

جلال اباد (پژواک،۲۰زمری ۹۸): په ننګرهار کې د ښځينه ښوونکو او ودانيو د کمېښت،   کولتوري محدوديتونو او په کم عمرۍ کې د ودونو له امله ۷۵ سلنه نجونې زده کړې نيمګړې پرېږدي.

بلخوا د دغه ولايت د پوهنې رياست وايي، د يادې ستونزې د حل په موخه يې هڅې ګړندۍ کړي او ټاکل شوې چې روان کال دغلته ګڼو ښوونځيو ته ودانۍ ورغوي چې ډېری به يې د نجونو د ښوونځيو وي.

د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواري پژواک اژانس سره په يوه مرکه کې ومنله چې د دغه ولايت ۷۵سلنه نجونې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې نه رسوي.

هغه وايي، ددغه کار لاملونه په کم عمر کې د ودولو، ښځينه ښوونکو کمښت، د ښوونځيو د سرپناه نشتوالی او ځينې نور کولتوري محدوديتونه دي چې له امله يې يوازې پنځه ويشت سلنه نجونې له ۱۲ ټولګيو فارغېږي.

شينواري زياته کړه، په ۱۱ ولسوالیو کې په رسمي بست کې ښځينه ښوونکې نشته، چې پوهنې ریاست اوسمهال دغو ولسوالیو کې ښځینه قراردادي ښوونکې استخدام کړې دي.

دی وايي، دا ډول ښوونکې د ټول ولايت په کچه تر ۶۰۰ دي چې په حق الزحمه شکل شاګردانو ته درس وايي، خو وايي، يوه بله هڅه يې هم پيل کړې چې په ښځينه ښوونځيو کې به ټول اداري پرسونل په ځانګړې توګه مديرانې ښځې ګومارل کېږي.

د هغه په وينا، په تعلیمي نظارت غړو کې د ښځینه وو تقرر، د ښځینه وو ښوونځیو تعمیرونو رغول، په لرې پرتو سیمو کې ښځینه زده کوونکو ته د دارالمعلمین ایجادول او ګڼ نور اقدامات هغه څه دي چې هيله شته دا ستونزه به ورسره حل شي.

هغه له دیني عالمانو او قومي مشرانو وغوښتل چې د نجونو د زده کړو په دودونه او ښه والي کې د پوهنې ریاست له پلانونو ملاتړ وکړي او خپله همکاري ونه سپموي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوسمهال ټول ننګرهار کې ٨٢٠ زره تنه زده کوونکي موجود دي چې پنځه دیرش سلنه يې نجونې دي او شپاړس زره ښوونکي دي چې شپاړس سلنه يې مېرمنې دي.

بلخوا ديني عالمان وايي، زده کړه پر نارينه او ښځينه دواړو فرض ده خو د افغانستان په څېر سنتي ټولنه کې که ښځينه ښوونکي پر دندو ونه ګومارل شي؛ نو کورنۍ په اسانۍ خپلو لوڼو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي.

ديني عالم مولوي حبيب الله جلال ابادي پژواک ته وويل، ديني عالمان د ممبرونو له لارې د نجونو د تعليم پر حق خبرې کوي؛ خو دلته لويه ستونزه د ښځينه ښوونکو نه موجوديت دی.

دی وايي، که حکومت دا ستونزه حل کړه؛ نو ډېرې کورنۍ شته چې په هر راز شرايطو کې خپلې لوڼې زده کړو ته ولېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.