د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کرنې وزارت ننګرهار کې د سبزيجاتو د ساتنې ۶۰ سړې خونې جوړوي

کرنې وزارت ننګرهار کې د سبزيجاتو د ساتنې ۶۰ سړې خونې جوړوي

Aug 11, 2019 - 10:51

جلال اباد (پژواک، ۲۰ زمری ۹۸): ځايي چارواکي وايي، د کرنې وزارت په ننګرهار کې د کرنيزو حاصلاتو د ساتنې په موخه ۶۰ سړې خونې جوړوي چې د سبزيجاتو د نرخونو په کنټرول کې به ګټورې تمامې شي.

د چارواکو په وينا، ياد وزارت په ننګرهار کې د کرنيزو حاصلاتو د خراب بازار د مخنيوي او له کروندګرو سره د مرستې په موخه کوي.

د ننګرهار کروندګر ډېر کله شکايت کوي چې حاصلاتو د رسېدو پر وخت د سړو خونو يا سټورونو د نشتوالي له امله يې سبزيجات په يوه ځل بازار ته وړاندې کېږي چې نرخونه يې خپل لګښت هم نه پوره کوي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس سميع الله نصرت پژواک اژانس سره پّ خبرو کې وويل، د کرنې وزارت ورته د سږ کال په پروژو کې د ننګرهار د کروندګرو لپاره د ۶۰ سړو خونو جوړولو منظوري ورکړې ده.

دی وايي، دا سړې خونې به د ننګرهار په ځینو ولسواليو، په ځانګړي توګه هغو ولسواليو کې جوړې شي چې سبزيجات په کې ډېر کېږي.

نوموړي زياته کړه، کروندګر ډېر کله له دې امله تاوان کوي چې د سبزيو حاصلات په يوه وخت رسېږي او بيا بازار کې د زياتوالي له امله يې نرخونه ټيټېږي.

هغه وايي، د کروندګرو غوښتنه دا وه چې د سبزيجاتو د ساتنې لپاره سړې خونې ورغول شي او هم ورته بازار موندنه وشي چې سږ کال به ي د سړو خونو په برخه کې د شته ستونزې د حل لپاره ګام پورته شي.

د هغه په وينا، د دغو سړو خونو د ساتنې او په کې د سبزيجاتو د حفاظت مسووليت به هم خپله کروندګرو ته ور له غاړې وي چې هغوی به په ډېر کم لګښت په کې سبزيجات زخيره کوي او بيا به يې په نورو وختونو کې بازار ته وړاندې کوي.

د سميع الله نصرت په خبره، دا چاره به نه يوازې د کروندګرو د ستونزو د حل سبب شي، بلکې عامو خلکو ته به يې هم ګټه ور رسېږي چې په هر وخت کې به د خپل وطن سبزيجاتو ته لاسرسی ولري.

د کرنې رييس د دغو خونو د ساتنې په اړه وويل چې لومړی به کروندګرو ته د دغو خونو د استعمال او ساتنې روزنه ورکول کېږي، بيا به ورته کوپراتيفونه او شوراګانې جوړېږي او هغوی ته به سپارل کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement