ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښار نجاران د خپل کاروبار پراختيا لپاره د ارزانه برېښنا غوښتنه کوي

د خوست ښار نجاران د خپل کاروبار پراختيا لپاره د ارزانه برېښنا غوښتنه کوي

author avatar
12 Aug 2019 - 09:33
د خوست ښار نجاران د خپل کاروبار پراختيا لپاره د ارزانه برېښنا غوښتنه کوي
author avatar
12 Aug 2019 - 09:33

خوست ښار (پژواک، ۲۱ زمری ۹۸): د خوست ښار نجاران وايي، که چېرې دولت ورته په ټيټ لګښت د برېښنا زمينه برابره کړي، کاروبار به يې نور هم پراختيا وکړي.

د دغو نجارانو له ډلې يو هم ۴۸ کلن بادشاه خان دی چې د خوست ښار په ختيځه څنډه کې د يعقبوبيو اډې جومات ته څېرمه د نجارانو په يو مارکېټ کې د نجارۍ دوکان لري.

بادشاه خان چې په لاس کې يې ترښځ وه او د دورازې په جوړولو لګيا و، پژواک خبري اژانس ته وويل، د نجارۍ کسب يې له نن څخه شاوخوا دېرش کاله وړاندې پاکستان کې د کډوالۍ د ژوند پر مهال زده کړی.

نوموړي زياته کړه، نجاري له نورو کسبونو سره يو څه توپير لري، هغه دا چې که يو څوک په ماغزو کې لږ مشکل هم ولري، بايد دغه کار ونه کړي.

د هغه په وينا، ځکه نجاري کې له داسې تېرو اوسپنيزو الو کار اخيستل کېږي چې که لږه غلطي دې هم وکړه، نو انسان ژوبلولی شي.

بادشاه خان زياتوي: ((نجاري خو هېچا هم سرته نه ده رسولې؛ ځکه دا ډېر ژور کسب دی. داسې وخت راغلی چې د پوهنتون د انجينرۍ پوهنځي محصلينو به مانه پوښتنې کولې او زده کړه به يې رانه کوله.))

نوموړی وايي، د دروازو، کړکيو، مېزونو، چوکيو او د الماريو په ګډون چې هر څه د لرګي نه جوړېږي، دی يې جوړولی شي.

هغه وايي: ((په لومړي ځل چې فلزي دروازې او کړکۍ را ووتلې نو د دوی پر کار يې يو څه منفي اثر وغورځاوه، خو اوس بېرته خلکو لرګي ته مخه کړه؛ ځکه لرګی ډېر وخت دوام کوي.))

بادشاه خان زياتوي چې په دغه ولايت کې د دولتي برېښنا بيه ډېره لوړه ده، نو خپل ماشينونه په شخصي جنراتورونو ګرځوي.

هغه وويل، که چېرې د انتقالي برېښنا د توزيع چارې ژر سرته ورسېږي، نو کاروبار به يې نور هم ښه شي.

محمد قديم يو بل نجار دی چې له تېرو شلو کلونو راهيسې د نجارانو په دغه مارکېټ کې د کورونو او دفترونو لپاره د فرنېچر جوړولو لکه دروازې، کړکۍ، المارۍ، مېز، چوکۍ دوکان لري.

هغه چې د يوې دېوالي المارۍ لپاره يې د لرګي تخته تراشوله، پژواک اژانس ته وويل عموماً خلک په کورونو او دفترونو کې له لرګي جوړ فرنېچرو ګټه اخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.