کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٨): د طالبانو او امریکا ترمنځ اتم پړاو خبرې اترې له پرمختکونو سره پای ته ورسیدې.
دغه اتم پړاو مذاکرات چې روانه میاشت پیل شوي وو د دواړو لورو ټېمونو د موافقې په تخنیکي اړخ، میکانیزم او عملي ګامونو باندې کار کاوه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه پر خپل ټوېټر پاڼه ليکلي چې اتم پړاو خبرې اترې تېره شپه ناوخته پاى ته ورسيدې.
هغه همدارنګه ویلي:"موافقه مو وکړه چې د راتلونکو ګامونو په اړه هر لوری له خپل مشرتابه سره مشورې وکړو. "
پر همدې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانانو ته پخپل اختریز پیغام کې هیله ښودلې چې دا لوی اختر د افغانانو لپاره د جګړې وروستی اختر وي.
نوموړي ویلي، افغانان سوله غواړي او زیاتوي، چې متحده ایالات به دې هدف ته د رسېدو لپاره دوی ترڅنګ ولاړوي.
خلیلزاد ویلي:"موږ پوهېږو افغانان سوله غواړي، موږ به د دوی ترڅنګ ولاړ یو، او موږ به د یو خپلواک افغانستان لپاره، چې هېڅ یو هېواد ته ورڅخه ګواښ پېښ نشي، د یو تلپاتې سولې د توافق لپاره هڅې وکړو. "
تمه وه چې په قطر کې د متحده ايالتونو او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ په اتم پړاو خبرو کې به د بحث مهم مسايل نهايي او په اړه به يې پرېکړه وشي، خو داسې ښکاري چې دغه پروسه نوره هم اوږده شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن