د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ملي امنيت له زندانونو څخه لسګونه طالبان ازاد کړاى شول

د ملي امنيت له زندانونو څخه لسګونه طالبان ازاد کړاى شول

Aug 12, 2019 - 10:59

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٨): د ولسمشر غني د فرمان له مخې د ملي امنيت له زندانونو څخه ٣٥ طالبان ازاد کړاى شول.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتر څخه د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د لوى اختر او د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د ښه نيت او د سولې په پروسه کې د پرمختګونو په پار د ملي امنيت له زاندانونو څخه د ٣٥ وسله والو  طالبانو د خوشې کولو فرمان صادر کړ.

 سرچينه وايي چې افغان حکومت د سولې او د تل پاتې اوربند لپاره له وسله والو مخالفينو سره د مذاکراتو دروازه د تل لپاره پرانستې ده.

په اعلاميه کې راغلي: ((د همدې زندانيانو خوشې کول هم په هيواد کې د سولې لپاره د حکومت د ښه نيت بېلګه ده.))

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ وسله والو طالبانو هم له خپلو زندانونو څخه ٧٦ جنګي بنديانو د خوشې کولو اعلان کړى و.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement