د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​سږ کال په میدان وردګو کې د مېوو حاصل تر بل هر وخت ډېر دی

​سږ کال په میدان وردګو کې د مېوو حاصل تر بل هر وخت ډېر دی

Aug 12, 2019 - 09:29

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۹۸): د ميدان وردګو د کرنې رياست وايي، د تېرو د ورښتونو د ډېروالي او مناسب موسم له امله سږ کال د تېر په پرتله د تازه مېوو او غلې په حاصلاتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

د ميدان وردګو د کرنۍ رياست د کرنيزو چارو امر احسان الله بمبيوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال د ميدان وردګو په ولايت کې غلې او مېوو په ځانګړي ډول د مڼو او زردالو په حاصلاتو کې د پام وړ ډېروالی راغلى دى.

خو هغه زياتوي: " تېر کال په ميدان وردګو ولايت کې مزمنه وچکالي وه او بزګران د اوبو له کمښت سره مخ وو،  تر څنګ يې د غويي په مياشت کې چې ټولو مېوه لرونکو ونو ګلان کړي وو، نو د سړې هوا يوه څپه راغله چې پر مېوو يې ډېر بد اغېز وکړ."

احسان الله وايي، تېر کال د مېوو حاصلات د قناعت وړ نه وو، او اټکل شوی و چې تېر نږدې ۱۰۰ زره ټنه مڼه او ۱۶۰۰۰ ټنه زردالو ترلاسه شي خو د يخنۍ له وجې تېر کال نږدې ۸۵ زره ټنه مڼه او لس زره ټنه زردالو ترلاسه شول.

د هغه په وينا، همداراز تېر کال په دغه ولايت کې د انګورو، ګېلاسو، ناک، چهارمغز او نورو مېوو هم ښه حاصلات نه درلودل.

بمبيوال زياتوي، تېر ۱۳۹۷ کال په ميدان وردګو ولايت کې للمي غنم هېڅ ونه کرل شول او اوبي غنمو حاصلات هم ډېر کم وو.

خو هغه وايي چې سږ کال د ښو موسمي ورښتونو له امله بزګر د اوبو له کموالي سره نه دي مخ،  پسرلی هم وروسته شو  او مېوه لرونکو ونو وروسته ګل وکړ."

د ده د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال په ميدان وردګو ولايت کې ۱۳۰زره ټڼه مڼه او نږدې ۱۸۰۰۰ ټڼه زردالو او ۳۵ زره ټنه غنم توليد شي.

بمبيوال وايي: "سږ کال به د کچالوو حاصلات دومره لوړ وي چې کېدای شي په تېرو ۲۰ کلونو کې ساری ونه لري."

د ده په وينا، دا مهال په هغو ولسواليو کې کابل ولايت ته نږدې پردې دي د غله جاتو او مېوو پر ځای بزګرو د سبو کښت ته علاقمندي ډېره زياته شوې او ډېر بزګرو شنې خونې جوړې کړې دي. بادرنک روميان، کدو او کرم، فارمونه جوړ شوي دي.

د ده په وينا، همداراز اټکل شوي چې د ګيلاسو په حاصلاتو که شپږ سلنه، د بادامو په حاصلاتو کې اووه سلنه، د ناک، چهارمغزو، توت او نورو مېوو په حاصلاتو کې په منځنۍ ډول پنځه سلنه ډېروالي راشي.

همداراز، د ميدان وردګو د کرنۍ رياست د کرنيزو چارو امر وايي چې د غنمو او کچالو په حاصلاتو کې به هم په منځنۍ کچه پنځه سلنه ډېروالی راشي.

د دغه ولايت د نرخ ولسوالۍ يو اوسېدونکى ابراهيم حيات وايي چې سږ کال يې د زردالو باغونو ښه حاصلات ورکړي او هيله لري چې د مڼو حاصلات تر دې هم ښه وي.

هغه پژواک ته وويل چې د اوبو د زياتوالي له امله یې د باغونو تر څنګ فصلونو هم ښه حاصلات ورکړي دي.

په ميدان وردګو ولايت کې په مېوو کې د مڼو، زردالو، شفتالو، ګيلاس، بادام، چهارمغز، توت او ناکو باغونه لري.

په حبوبات او غله جاتو کې  غنم جوار، اوربشې، شولې، لوبيا، باقلي، شاخل، سويابين په کې کرل کېږي. په سبزيجاتو کې کچالو، پياز، کازرې، روميان، کرم، کدو او فاصلیه هم کرل کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement