ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د ازرې ولسوالۍ پر اتیا سلنه ځمکه چرس کرل کېږي

د لوګر د ازرې ولسوالۍ پر اتیا سلنه ځمکه چرس کرل کېږي

author avatar
13 Aug 2019 - 09:34
د لوګر د ازرې ولسوالۍ پر اتیا سلنه ځمکه چرس کرل کېږي
author avatar
13 Aug 2019 - 09:34

پل علم (پژواک، ۲۲ زمرى ٩٨): د لوګر دولتي چارواکي وايي چې د ازرې ولسوالۍ پر اتيا سلنه ځمکه چرس کرل کېږي او وسله وال طالبان ترې د عشر په نوم ميليونونه کلدارې ترلاسه کوي، خو طالبان بيا وايي چې له چرسو عشر نه اخلي.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په ازره ولسوالۍ کې د  چرسو کرکېله ډېره شوې چې د وسله والو طالبانو لپاره د عوايدو يوه ښه سرچينه ده.

هغه زياته کړه چې د ازرې په ځمکه کې چرس ښه حاصلات ورکوي، خلک يې له دې لارې ميليونونه پاکستانۍ کلدارې عوايد ترلاسه کوي چې بيا لسمه برخه يې د عشر په نوم طالبانو ته هم ورکوي.

ستانکزى وايي: ((په ازره کې د طالبانو مشهور قوماندانان ملا ادم او ملا نور هر کال شاوخوا ١٥ ميليونه کلدارې د چرسو عشر ټولوي، په دې پيسو يې ځانونو ته ښه ژوند برابر کړى او پاتې نورې پيسې يې طالبانو ته ورکوي څو د افغان دولت پر وړاندې جګړه وکړي.))

دغه راز د ازرې ولسوال حميدالله حميد هم پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ پر اتيا سلنه ځمکه چرس کرل کېږي.

ولسوال وايي: ((دلته کاروبار نشته، خلک مجبور دي چې چرس وکري او طالبان هم له خلکو د چرسو عشر ټولوي.))

نوموړى زياتوي چې د دې ولسوالۍ ډېره برخه له وسله والو طالبانو سره ده، دوى نه شي کولاى چې د چرسو کرلو مخه ونيسي.

همدارنګه د ازرې ولسوالۍ د اکبرخېلو سيمې اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې په خپله څو جريبه ځمکه کې يې چرس کرلي دي.

هغه وايي: ((بد اقتصادي حالت دې ته اړ کړي يو چې دغه حرام بوټي وکرو؛ ځکه نور کرنيز توکي نه شي کولاى زموږ اقتصادي مشکلات حل کړي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال په ازره کې د يو کيلو اومه چرسو بيه اووه زره کلدارې ده.

دى زياتوي: ((زموږ سيمې کنټرول له طالبانو سره دى، کله چې چرس حاصل ته ورسېږي، نو طالبان راځي او له ټولو بزګرانو خپله برخه د عشر په نوم اخلي.))

خو بل لور ته وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.