کابل(پژواک، ۲۲ زمری ۹۸): په ميدان وردګو ولايت کې د يوې چاودنې له امله د کندهار پوهنتون يو استاد د کورنۍ له څلورو غړو سره وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
د ميدان وردګو د ولايتي شورا رييس اختر محمد طاهري د زمري په ۲۲ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته بجې د ملکي وګړو پر يوه موټر په جغتو ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين چادونه شوې او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.
نوموړي زياته کړه، ټپيان د کابل ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزيک د څانګې استاد پوهنيار هدايت امرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوهيالی صفت الله ساحل د ياد پوهنځي د کيميا څانګې استاد و.
هغه زياته کړه، ساحل په هند کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې کړې وې.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ياده چاودنه کې صفت الله ساحل،د هغه ورور، يوه يې خور او دوه يې خوريونه وژل شوي او د يوې ماشومې په ګډون د ده د کورنۍ څلور مېرمنې ټپيانې دي.
د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځي استاد عبيدالله وردک وايي، صفت الله ساحل د ميدان وردګو د جغتو ولسوالۍ د مصري خېلو د کلي اوسېدونکى و او نن سهار يې پر موټر د همدې ولسوالۍ د مردلې کلي کې د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي:" ځوان استاد يې را شهيد کړ، په دې وطن کې د کادرونو او مسلکي کسانو ژوند همدومره بې ارزښته دى."
پژواک هڅه وکړ چې په دې اړه د ميدان وردګو ولايت د مقام او يا امنيه قوماندانۍ نظر واخلي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
تر دې دمه د دغې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن