د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لوګر د ازرې ولسوالۍ پر اتیا سلنه ځمکه چرس کرل کېږي

د لوګر د ازرې ولسوالۍ پر اتیا سلنه ځمکه چرس کرل کېږي

Aug 13, 2019 - 09:34

پل علم (پژواک، ۲۲ زمرى ٩٨): د لوګر دولتي چارواکي وايي چې د ازرې ولسوالۍ پر اتيا سلنه ځمکه چرس کرل کېږي او وسله وال طالبان ترې د عشر په نوم ميليونونه کلدارې ترلاسه کوي، خو طالبان بيا وايي چې له چرسو عشر نه اخلي.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په ازره ولسوالۍ کې د  چرسو کرکېله ډېره شوې چې د وسله والو طالبانو لپاره د عوايدو يوه ښه سرچينه ده.

هغه زياته کړه چې د ازرې په ځمکه کې چرس ښه حاصلات ورکوي، خلک يې له دې لارې ميليونونه پاکستانۍ کلدارې عوايد ترلاسه کوي چې بيا لسمه برخه يې د عشر په نوم طالبانو ته هم ورکوي.

ستانکزى وايي: ((په ازره کې د طالبانو مشهور قوماندانان ملا ادم او ملا نور هر کال شاوخوا ١٥ ميليونه کلدارې د چرسو عشر ټولوي، په دې پيسو يې ځانونو ته ښه ژوند برابر کړى او پاتې نورې پيسې يې طالبانو ته ورکوي څو د افغان دولت پر وړاندې جګړه وکړي.))

دغه راز د ازرې ولسوال حميدالله حميد هم پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ پر اتيا سلنه ځمکه چرس کرل کېږي.

ولسوال وايي: ((دلته کاروبار نشته، خلک مجبور دي چې چرس وکري او طالبان هم له خلکو د چرسو عشر ټولوي.))

نوموړى زياتوي چې د دې ولسوالۍ ډېره برخه له وسله والو طالبانو سره ده، دوى نه شي کولاى چې د چرسو کرلو مخه ونيسي.

همدارنګه د ازرې ولسوالۍ د اکبرخېلو سيمې اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې په خپله څو جريبه ځمکه کې يې چرس کرلي دي.

هغه وايي: ((بد اقتصادي حالت دې ته اړ کړي يو چې دغه حرام بوټي وکرو؛ ځکه نور کرنيز توکي نه شي کولاى زموږ اقتصادي مشکلات حل کړي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال په ازره کې د يو کيلو اومه چرسو بيه اووه زره کلدارې ده.

دى زياتوي: ((زموږ سيمې کنټرول له طالبانو سره دى، کله چې چرس حاصل ته ورسېږي، نو طالبان راځي او له ټولو بزګرانو خپله برخه د عشر په نوم اخلي.))

خو بل لور ته وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د ازرې ولسوالۍ په ډېرو کرنيزو ځمکو کې چرس کرل کېږي خو دوى ترې د عشر په نوم هېڅ هم نه اخلي.

هغه وايي: ((موږ پر دې خبر يو چې خلک هلته دغه حرام بوټي کري، خو دا چې د خلکو اقتصادي حالت کمزورى دى، موږ ورته څه نه وايو، او بله دا چې موږ نه خلکو ته ويلي چې چرس وکرې او نه يې هم د چرسو کرلو مخه نيسو.))

د يادونې ده، ازره د مرکز پل علم ختيځ ته په ٨٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې له تېرو ١٧ کلونو راهيسې يې لويه لار له مرکز سره تړل شوې ده.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement