ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان وردګو ۳۵ سلنه کرنیز حاصلات د جګړو له امله اغېزمنېږي

د میدان وردګو ۳۵ سلنه کرنیز حاصلات د جګړو له امله اغېزمنېږي

author avatar
13 Aug 2019 - 13:34
د میدان وردګو ۳۵ سلنه کرنیز حاصلات د جګړو له امله اغېزمنېږي
author avatar
13 Aug 2019 - 13:34

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۹۸): د ميدان وردګو د کرنې رياست وايي، په دغه ولايت کې د سړو خونو کموالي او د مارکېټ نشتوالي له امله د دغه ولايت نږدې نيمايي کرنيز محصولات او د جګړو له امله هم ۳۵ سلنه محصولات او مېوې له منځه ځي.

د ميدان وردګو د کرنۍ رياست د کرنيزو چارو امر احسان الله بمبيوال پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، ميدان وردګو ولايت يو کرنيز ولايت چې ډېر زيات کرنيز محصلات په کې کرل کېږي.

هغه زياتوي: "دا يو زرغون ولايت دی، هر ډول مېوې، سابه او غلې پريمانه په کې کرل کېږي، خو له بده مرغه چې په دغه ولايت کې د مېوو، او سبو ساتل لپاره سړې خونې نه لرو."

د ده په وينا، په ټول ميدان وردګو ولايت کې دوې سړې خونې لري چې يوه يې په ميدانښار کې ده چې د ۵۰۰ ټنه مواد د ساتنې ظرفيت او يوه د سيداباد په ولسوالۍ کې ده چې ۱۰۰۰ ټنه د موادو د ساتنې ظرفيت لري، خو له بده مرغه دغه خونې برېښنا نه لري.

دی زياتوي، کومې سړې خونې چې په ميدان وردګو کې جوړې شوې، امکانات يې داسې دي چې برېښنا يې پر جنراتور ده، کوم لګښت چې د مېوو او سابو پر ساتنه راځي، بزګر او سوداګر ته ګټه نه کوي.

بمبيوال وايي: "زموږ بڼوال او بزګر د مېوو او کرنيزو توکو د حاصلاتو په برخه کې ډېر زحمت وباسي خو له بده مرغه چې د حاصل اخيستو پر مهال يې بيه ډېره ټيټه وي او بزګران هېڅ ګټه نه شي ترلاسه کولای."

د هغه په وينا، د مېوې او سابه وو لپاره سړې خونې نشته او بازار يې هم کمزوری دی، نږدې نيمايي محصولات له منځه ځي او يا هم په نشت قيمت پلورل کېږي.

د کرنۍ رياست د کرنيزو چارو امر احسان الله بمبيوال وايي، د سړو خونو نشتوالي له امله بزګر له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي، دغه راز ناامنۍ هم د دغه ولايت پر کرنيزو محصولاتو ناوړه اغېز لري.

بمبيوال زياتوي: "له بده مرغه د ښکېلو ډلو د جګړې په لومړيو کرښو کې زموږ باغونه او د نورو کرنيز محصولات ځمکې تر سخت ګواښ لاندې راوستي او د دې سيمو تر ۳۵ سلنه ډېر محصولات د جګړو له امله له منځه ځي."

د په وينا، حاصلات په لوړ کچه ضايع کېږي او يا هم په ډېره ټيټه بيه بازار ته عرضه کوي چې ان خپل لګښت هم نه پوره کوي.

د ميدان وردګو د کرنۍ رياست د کرنيزو چارو امر د بېلګې په ډول وويل چې د پلور په موسم کې د ايران يوه کيلو مڼه په اويا افغانۍ پلورو کېدې، خو د ميدان وردګو ولايت اووه کيلو مڼې په اويا افغانۍ پلور کېدې

هغه زياتوي، پلان دى چې راتلونکى کال د ٣٠٠٠ مټريک ټنه په ظرفيت سړې خونې جوړې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.