ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولایتي شورا وکیلان د پکتیا په دولتي ادارو کې له فساده شکایت کوي

د ولایتي شورا وکیلان د پکتیا په دولتي ادارو کې له فساده شکایت کوي

author avatar
13 Aug 2019 - 09:37
د ولایتي شورا وکیلان د پکتیا په دولتي ادارو کې له فساده شکایت کوي
author avatar
13 Aug 2019 - 09:37

ګرديز (پژواک، ۲۲ زمرى ٩٨): د پکتيا ولايتي شورا نيوکه کوي چې د دغه ولايت په بېلابېلو دولتي ادارو کې لا هم اداري فساد شته او مخه يې نه ده نيول شوې.

دوی پر ولايتي اداره نيوکه کوي چې د اداري فساد د مخنيوي او له منځه وړو په برخه کې يې کړې ژمنې نه دي ترسره کړې او په دې برخه کې هېڅ محسوس بدلون نه دی راغلی.

د ولايتي شورا غړی محمد رحمن قادري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پکتيا والي شميم خان کټوازي د کار د پيل پر مهال ويلي وو، که په کومه اداره کې يې د اداري فساد مخه ونه نيوه، په دې معنا به وي چې نوموړی خپله ورسره شريک دی.

قادري وايي که والي په اداري فساد کې ښکېل نه وي، مخه دې ونيسي او يا دې په دې اړه روښانه ځواب ورکړي.

نوموړي پژواک ته وويل چې د ځينو ملکي ادارو سربېره ډېره برخه فساد په نظامي ادارو کې دی او د پوليسو ډېری ګومارنې د پيسو په بدل کې کېږي.

ده زياته کړه: ((موږ والي صېب سره دا خبره شريکه کړې چې د خپل شعار په اړه دې ځواب ووايي چې يا ته ورسره شريک يې، که زور دې نه پرې رسېږي؟ فساد هماغسې په هماغه شکل روان دی، خصوصاً په امنيتي بخش کې فساد اوج ته رسېدلی، اکثريت کسان په پيسو مقررېږي.))

د ولايتي شورا بل غړی سخي جان وفايار هم وايي چې په دولتي ادارو کې پر کاري ظرفيت نه شتون او ناغېړۍ سربېره اداري فساد هم ډېر زيات دی.

وفايار په دې ادارو کې پر وخت د چارو نه ترسره کېدل هم لويه ستونزه بولي او وايي چې دا چاره د ښې حکومتولۍ او حکومت ته د خلکو د نږدې کېدو په لاره کې خنډ ده.

نوموړي زياته کړه: ((دا موږ ته ښه معلومه ده، په بعضې برخو او ادارو کې فساد شته، موږ کوشش کړی او دا غږ مو کابل او مسوولو مراجعو ته رسولی دی، که هغه ملکي ادارې دي او که نظامي.))

مدني فعال اول خان اکبر وايي چې د بېلابېلو ادارو مسوولين د ځينو لوړپوړو او بانفوذه چارواکو له خوا ګومارل کېږي او د عايداتي ادارو يوه لويه برخه عوايد د دولتي بودجې پر ځای شخصي جېبونو ته ځي.

اکبر وويل: ((عموماً په ځينو دولتي ادارو کې پراخ فساد شته، د دې والي په راتګ سره يې مخه نه ده نيول شوې. په ځينو ادارو کې خو د کمېدو پر ځای زيات شوی دی، لکه په عايداتي او عدلي او قضايي ارګانونو کې له فساده ډېر خلک ځورېږي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.