کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٨) : ولسمشر اشرف غني وايي چې د هېواد دامنیتي او دفاعي ځواکونو پر راتلونکي به هیڅ راز معامله نه کېږي، دغه راز هغه تړون چې په کې د افغانستان هویت او ملي اقتدار مصئون نه وي، د منلو وړ نه ده.
له ارګ څخه د زمري په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره وکتل او له هغوی سره یې د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وکړه.
سرچينې زياته کړې، ستاسې هڅې په ځانګړي ډول په تېره یوه میاشت کې د تصور وړ نه وې، ځکه تاسې په خپلو وینو دا وطن وګاټه او ټول مو منندوی دي .
ولسمشر د هېواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو تر منځ د همغږۍ قدرداني وکړه او ويې ویل، تاسې د دښمن د حملو څلور څپې شنډې کړې، نو بناً تاسې د جګړې په ډګر کې بریالي یاست.
هغه وویل: (( نن د افغانستان اسلامي جمهوري نظام ستاسې د سربازۍ او سرښندنې منندوی دی. تاسې د ولسي جرګې د ټاکنو امنیت په بریالي ډول ټینګ کړ او باوري یم چې د جمهوري ریاست د ټاکنو امنیت به هم په بریاليتوب سره تامین کړئ. ))
ولسمشر محمداشرف غني په ټینګار سره وویل، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر راتلونکي به هیڅ راز معامله نه کېږي، دغه راز هغه توافقنامه چې په کې د افغانستان هویت او ملي اقتدار مصئون نه وي، د منلو وړ نه ده.
هغه زیاته کړه، سوله شرطونه لري، خو د سولې د مذاکراتو لپاره قید او شرط نه لري او امنیتي او دفاعي قواوې د معاملې وړ نه دي. د نظام ساتنه د هر فرد وظیفه ده، انفجار او انتحار په اسلام کې ځای نه لري.
ولسمشر څرګنده کړه، د هېواد په درې واړو امنیتي او دفاعي بنسټونو کې پراخ اصلاحات راغلي او د ملي امنیت منسوبین ګمنام نه دي، بلکې هر یو یې حیثیت او شرافت لري او د ملت ویاړ او عزت دی.
هغه وویل، په راتلونکو شپږو اوونیو کې به د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو او هوايي ځواک پیلوټانو ته د استوګې نومرې ووېشل شي او په هره قول اردو کې به د استوګنې واضح ښارګوټي جوړ شي چې د وسله وال پوځ کورنۍ په کې په آرامۍ ژوند وکړي.
نوموړي د سولې د وروستیو انکشافاتو په اړه هم مفصل معلومات ورکړل او ويې ویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت او امنیتي او دفاعي ځواکونه د نړۍ اساسي او قانوني شریکان او د هېوادوالو رسمي او مشروع استازي دي.
هغه زیاته کړه: ((موږ له امریکا او ناټو سره کوم نوی تړون نه لاسلیکوو، له امریکا، ناټو او د نړۍ ټولو هېوادونو سره مو ټول قراردادونه او ستراتېژیک تړونونه پر خپل ځای دي.))
ولسمشر غني څرګنده کړه، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیر او روزنې لپاره به واضح بین المللي تعهد وجود ولري او د مشترکو منافعو خبره ده او د افغانستان او نړۍ د شریکو ګټو پر بنست به مخته ځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن