ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فاریاب کې د ۱۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وشوه

په فاریاب کې د ۱۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وشوه

author avatar
14 Aug 2019 - 16:43
په فاریاب کې د ۱۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وشوه
author avatar
14 Aug 2019 - 16:43

ميمنه(پژواک، ٢٣ زمری ٩٨): د فاریاب ولایت په ګرزیوان او بلڅراغ ولسوالیو کې د افغان امنیتي او غوڅ ملاتړ ماموریت د سرتېرو په عملیاتو کې ۱۷ طالبان وژل شوي، درې ټپیان دي او درې نور شکمن کسان نیول شوي دي.

د ګرزیوان ولسوال ملا فیض الله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل، د غوڅ ملاتړ ماموریت سرتېرو تېره شپه  ددې ولسوالۍ په دونګ قلعه سیمه کې چاپه وهلې چې له امله یې د درېیو سرګروپانو په ګډون ۱۳ طالبان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

خو د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال صبغت الله سېلاب وویل، د ګرزیوان ولسوالۍ د تېرې شپې په عملیاتو کې اووه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

 په ورته وخت کې د ملي اردو د ځانګړې لوا له لوري په خپره شوې مطبوعاتي خبرپاڼه کې راغلي چې په بلڅراغ ولسوالۍ کې د ځانګړو ملي دندو د خاصې لوا د څلورم کنډک منسوبینو څلور طالبان وژلي او درې شکمن کسان یې نیولي دي.

 خو د ګرزیوان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال مولوي حمدالله دانش پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دونګ قلعه کې د بهرنیانو په برید کې شپږ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

 دده په خبره، تېره ورځ له غرمې وروسته د بهرنیو سرتېرو په هوايي برید کې د استوګنې څو کورونه ویجاړ شوي دي.

 خو د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال وویل، د هغو شپنیو عملیاتو په ترڅ کې چې د عرفې په ورځ پیل او د اختر په دویمه پای ته ورسېدل یو ملکی کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

 د نوموړي په خبره، درې کسان چې دوکانداران دي نیول شوي او میمنې ښار ته انتقال شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.