ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د لوى اختر په ورځو کې بريدونه کم وو”

“د لوى اختر په ورځو کې بريدونه کم وو”

author avatar
14 Aug 2019 - 16:35
“د لوى اختر په ورځو کې بريدونه کم وو”
author avatar
14 Aug 2019 - 16:35

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۹۸): د جګړې ښکېلې خواوې وايي  چې د لوی اختر په ورځو کې يې بريدونه کم کړي وو، خو بيا هم په دې ورځو کې د جګړو له امله يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پژواک خبري اژانس د لوی اختر په درېيو ورځو کې له اروزګان، پکتيا، کندهار، خوست، لوګر او ميدان وردګو ولايتونو څخه د بريدونو راپورونه ترلاسه کړي چې له امله يې د وسله والو مخالفينو، دولتي ځواکونو او ملکي وګړو په ګډون ۲۵ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د پوځي چارو شنونکی متقاعد جنرال عتيق الله امرخېل وايي، په کور دننه او له هېواده بهر د سولې خبرو ته په پام له طالبانو د خلکو هيله دا وه چې د لوی اختر په ورځو کې اوږود مهال اوربنداعلان کړي؛ خو متاسفانه چې داسې ونه شوه."

هغه پژواک اژانس ته وويل، دا چې طالبانو اوربند اعلان نه کړ، خو د اختر په ورځو کې له ډېرو بريدونو يې ډډه کړې وه.

امرخېل د بريدونو کموالي ته په اشارې وويل :"نه، اور بند نه و، د هېواد په ځينو ځايونو کې بريدونه او جګړې وې؛ موږ دې ته اوربند نه بلکې له جګړې ډډه کول وايو."

د نوموړي په وينا، د لوی اختر په ورځو کې د طالبانو له خوا د بريدونو کمېدل په دې خاطر و چې دغه ډله د خلکو په منځ کې خپل محبوبيت پيدا او ډېر کړي.

دغه پوځي شنونکی زياتوي، حکومتي ځواکونو هم د اختر په شپو ورځو کې بريدونه ډېر کم کړي وو او ځکه يې دا کار کړی چې د مقابل لوري هم بريدونه کم و.

دی وايي:"دا خو د حکومتي ځواکونو عادت دی، تر هغې بريدونه نه کوي چې له مقابل لوري بريد پرې ونه شي."

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان بيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اختر په درېيو ورځو کې وسله والو طالبانو پلان درلود چې پوځي عمليات ولري، خو د دوی ډېری بريدونه شنډ شول.

دی وايي:"يواځې په کابل کې د وسله والو مخالفينو لس بريدونه شنډ شوي."

هغه وويل، د اختر په ورځو کې د وسله والو مخالفينو پوځي تحرکات هم کم شوي او ورسره د افغان ملي او دفاعي ځواکونو بريدونه هم کم و.

خو دی زياتوي، افغان ملي او دفاعي ځواکونو په ګډه د اختر په درېيو ورځو کې د تخار، هلمند، ميدان وردګو، لوګر، ننګرهار، کونړ، غزني، فراه، غور، بادغيس، زابل، اروزګان او فارياب ولايتونو کې د غوڅ ملاتړ په هوايي مرسته، هوايي او ځمکني پوځي عمليات ترسره کړي چې په ترڅ يې کې ۷۴ وسله وال مخالفينو وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.