د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بامیانو کې پر یوه ښځه پر جنسي تېري تورن افسران تښتېدلي

په بامیانو کې پر یوه ښځه پر جنسي تېري تورن افسران تښتېدلي

Aug 14, 2019 - 19:25

باميان (پژواک، ٢٣ زمری ٩٨): سرچینې وايي چې د بامیانو د قرارګاه د ټولي قوماندان او د پولیسو د جلب او جذب قوماندان یې په کوټه کې د ځوانې ښځې تر افشا کېدو وروسته تښتېدلي دي.

د بامیانو امنیه قوماندان مل پاسوال محمد صادق مرادي نن د یادې قضیې په تایید پژواک خبري اژانس ته وویل، د قرارګاه قوماندان محمد سالم او د جلب او جذب قوماندان بصیر بلوڅ ددغه کار له ترسره کولو وروسته په سیمه کې نشته او پولیس یې د پیدا کولو په لټه کې دي.

هغه زیاته کړه، دغه ځوانه مېرمن اوس په توقیف خونه کې ده او د قضیې د څېړنې لپاره د ملي امنیت، بشري حقونو د کمېسیون، ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ ګډ پلاوی جوړ او په دې تړاو یې پلټنې روانې دي.

هغه زیاته کړه، جزیات به وروسته روښانه شي چې یاده مېرمن ولې مېلمستون ته تللې او جرمي کارترسره شوی او کنه؟

د نوموړي په خبره، قضیه د پولیسو له څېړنو وروسته څارنوالۍ ته راجع کېږي او تر جدي تعقیب لاندې ده.

یادې مېرمنې په خپلو لومړنیو اعترفونو کې اقرار کړی چې هغه یې په زور مېلمستون ته وړې او جنسي تېرۍ یې ورباندې کړی دی.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement