ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا معلولين: له تېرو دوه کلونو راهيسې مياشتني حقوق نه دي راکړل شوي

د پکتيکا معلولين: له تېرو دوه کلونو راهيسې مياشتني حقوق نه دي راکړل شوي

author avatar
15 Aug 2019 - 11:41
د پکتيکا معلولين: له تېرو دوه کلونو راهيسې مياشتني حقوق نه دي راکړل شوي
author avatar
15 Aug 2019 - 11:41

ښرنه (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٨): د پکتيکا ولايت يو شمېر معلولين او د وژل شويو سرتېرو د کورنۍ غړي شکايت کوي چې له تېرو دوه کلونو راهيسې يې مياشتني حقوق نه دي ورکړل شوي چې له امله يې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې مشر ورور او درې ورېرونه يې د افغان ځواکونو په ليکو کې وژل شوي دي.

هغه وايي: ((کونډې او يتيمان موږ ته په غاړه دي، هره ورځ اړوندو ادارو ته ورځو خو دا څو کاله کيږي چې موږ ته د شهيدانو حقوق نه راکوي، لوى مشکل سره مخ يو.))

هغه د شهيدانو او معلولينو چارو پر امريت تور پورې کړ چې له يوې خوا د دوی حقوق نه ورکوي او له بلې خوا يې ګواښي هم.

دغه راز د مرکز ښرنې د چهاردي کلي اوسېدونکي محمد اسلم پژواک ته وويل چې ورور يې د پوليسو په ليکو کې وژل شوی، خو په تېرو دوو کلونو کې يې د هغه حقوق نه دي ترلاسه کړي.

دى زياتوي: ((ټول قانوني کارونه مې خلاص کړي، د بانک کارت مې هم ترلاسه کړى، خو کله چې بانک ته ورځو راته وايي چې پيسې نه دي حواله شوې.))

همدارنګه په پکتيکا کې د معلولينو ټولنې مشر حسن خان هڅاند پژواک ته وويل چې معلولينو ته هم له تېرو دوه کلونو راهيسې مياشتني حقوق نه دي ورکړل شوي.

دى وايي: ((موږ دلته درې زره معلولين او د شهيدانو کورنۍ لرو، خو د ماليې وزارت پوره بوديجه نه ورکوي، د تېر کال تخصيص ١٠٧ ميليونه افغانۍ کېده، خو د ماليې وزارت ٦٠ ميليونه افغانۍ لېږلې دي، نو ځکه ډېرو خلکو ته يې حقوق نه دي ورکړل شوي.))

بل لورته د پکتيکا د شهيدانو او معلولينو چارو امر محمد حنيف حيا دوست پژواک ته وويل چې دوى هېڅ کله هم د معلولينو او د وژل شويو سرتېرو د کورنيو حقوق نه دي ځنډولي.

خو دى زياتوي: (( وزارت زموږ له غوښتنې سره موږ ته پيسې نه راکوي، نو ځکه په مشکل کې يو.))

بل پلو د ماليې وزارت وياند شمروز خان مسجدي بيا پژواک ته وويل چې د شهيدانو او معلولينو چارو رياستونه بايد د کال په پيل کې دوى ته خپله احصاييه ورکړي، ترڅو د هغه له مخې بوديجه ورته ځانګړې کړي.

خو دى زياتوي، دوى هڅه کوي چې ټولو مستحقو کسانو ته د هغوى حقوق پر ټاکلي وخت ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.