جلال اباد (پژواک، ۲۴ زمری ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت کامې او خوږياڼو ولسوالۍ کې يې د ۶ اعشاريه ۳ ميليونه افغانيو په لګښت د يوې مدرسې ودانۍ او د يوې لېسې چارديوالي جوړه کړه.
د يادو رغنيزو پروژو د پرانيستې مراسم د زمري په ۲۴مه د دغو ولسواليو په مربوطاتو کې جوړ شوي وو.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل چې کامې ولسوالۍ ته يې د مولوي عباس ديني مدرسې د ودانۍ پرانيستې ته ورغلی و، وويل، د دغې ولسوالۍ په ککلو باجوړو سیمه کې د نږدې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مولوي عباس مدرسې ودانۍ تر جوړېدو وروسته نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
هغه زياته کړه، یاده مدرسه د پوهنې ادارې په ۵ میلیونه او اته سوه زره افغانیو مالي لګښت د ښار جوړونې ریاست په تخنیکي همکارۍ د لس بسوې په ځمکه کې د یو کال په موده کې جوړه شوې ده .
دی وايي، یاده مدرسه په دوو پوړونو کې جوړه شوې چې شپږ خونې، لس تشنابونه او څو نور ضروري ملحقات لري. همدا راز یې د سیمې له خلکو څخه مننه وکړه چې د مدرسې لپاره یې خپله شخصي ځمکه په واک کې ورکړه .
د یادې مدرسې د مهتمم او څو نورو کسانو له لوري د وړاندیزونو تر شریکولو وروسته ننګرهار والي اړونده ادارو ته دنده ورکړه، چې د مدرسې د احاطې په جوړولو، د پاکو اوبو لپاره د څاه په کېندلو، د کتابونو ورکړې او لمریزې برېښنا سهولت په برابرولو کې د امکاناتو په ترڅ کې اقدامات ترسره کړي .
بلخوا د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کې د کليو دپراختيا ادارې په يو ميليونه او درې سوه زره افغانيو مالي لګښت د خير مېنې لېسې د احاطې دېوال، د اوبو يوه څاه او درې تشنابونه تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د ننګرهار رسنيو له دفتره پژواک ته را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کليو او پراختيا ادارې له لوري د دې ولسوالۍ د خير مېنې لېسې د احاطې سل متره دېوال او په ياده لېسه کې د اوبو يوه څاه او درې تشنابونه جوړ شول.
خبرپاڼه کاږي، دغه پروژه د کليو پراختيا ادارې په يو ميليونه او درې سوه زره افغانيو مالي لګښت بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن