ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي امنیت سلاکار: د ملکي وګړو مرګ ژوبله د زغم وړ نه ده

د ملي امنیت سلاکار: د ملکي وګړو مرګ ژوبله د زغم وړ نه ده

author avatar
15 Aug 2019 - 19:52
د ملي امنیت سلاکار: د ملکي وګړو مرګ ژوبله د زغم وړ نه ده
author avatar
15 Aug 2019 - 19:52

کابل (پژواک ٢٤ زمرى ٩٨): د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وایي چې حکومت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په اړه جدي دی او په دې برخه کې زغم نه شي کولای.

د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما له مشر تادامیچي یاماماتو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د همدې پالیسۍ له مخې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ وروستۍ پېښه جدي څېړل کېږي او د څېړنو موندنې به یې ډېر ژر له ولس سره شریکې شي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازي په دې اړه د کړو اقداماتو له امله د امنیت شورا له دفتره مننه وکړه او هیله یې وښوده، چې دا پالیسي باید لا پیاوړې شي.

د خبرپاڼې په حواله، په ناسته کې د افغان سولې په اړه هم پر وروستیو انکشافاتو خبرې وشوې.

محب وویل چې افغان حکومت تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت خبرو ته خوښ دی او ملاتړ یې کوي.

له بلې خوا د هېواد د امنیتي سکتور رهبرۍ د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب تر مشرۍ لاندې ناسته وکړه چې په کې د پلازمېنې کابل او د هېواد د نورو ولایتونو د امنیتي حالت په اړه خبرې او بحثونه وشول.

دغه مطلب د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې بيان شوى دى.

سرچينې د ملي امنيت سلاکار له قوله ويلي، په پوځي عملیاتو کې دې د پلان او اجرا داسې میکانیزمونه پیاوړي او عملي شي، چې ملکي وګړو ته د زیان اوښتو احتمال له صفر سره برابر کړي.

نوموړي، نظام د خلکو د فزیکي او معنوي امنیت د خوندیتوب مسوول وباله او ټینګار یې وکړ چې باید دې مسوولیت ته په جدي ډول پاملرنه وشي.

سرچينه زياتوي، په ناسته کې د اړوندو ادارو چارواکو په امنیتي برخه کې د شویو پرمختګونو او نویو پلانونو په اړه هم معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ، چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ په دې هڅه کې دي، چې زموږ خلکو ته د ژوند خوندي محیط برابر او د هېواد د دښمنانو د ورانکارو فعالیتونو مخه ونیسي.

د ملي امنیت سلاکار په دې اړه د ټولو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د نه ستړي کېدونکو هڅو مننه وکړه او اړوندو اداراتو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د سرتېرو اړتیاوې پر خپل وخت پوره او رسیدګي ورته وکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د یو شمېر نا امنو سیمو او ولسوالیو په اړه دې جدي کار وشي او داسې پلانونه دي عملي شي، چې هلته د دایمې ثبات او ټیکاو سبب وګرځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.