ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې سږکال  ١٦ مټريک ټنه شات توليد شوي

هلمند کې سږکال ١٦ مټريک ټنه شات توليد شوي

author avatar
15 Aug 2019 - 17:05
هلمند کې سږکال  ١٦ مټريک ټنه شات توليد شوي
author avatar
15 Aug 2019 - 17:05

لښکرګاه (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٨): د هلمند د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې سږکال په دغه ولايت کې ١٦ مټريک ټنه شات توليد شوي چې د نورو کلونو په پرتله يې کچه لوړه ده.

د هلمند د کرنې او مالدارۍ رياست سرپرست سيد رفيع الله قلم د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ديوې موسسې په مرسته په مرکز لښکرګاه او ولسواليو کې شاوخوا څلور سوه د شاتو مچيو فارمونه جوړ شوي دي.

د نوموړي په وينا، له دغو فارمونو څخه سږکال ١٦ مټريک ټنه شات ترلاسه شوي چې د تېرو کلونو په پرتله لس سلنه زياتوالى ښيي.

هغه وايي: ((اوس مهال ډېر بزګر د مچيو پر روزلو بوخت دي، چې دا د کوکنارو د کښت يو ښه بديل کېداى شي.))

د قلم په وينا، د هلمند شات دا مهال يواځې سيمه ييز بازار لري خو کوښښ کوي چې په نړيواله کچه هم ورته بازار پيدا کړي.

په دې اړه د لښکرګاه ښار د بولان سيمې د شاتو مچيو فارم لرونکي عبدالخالق پژواک ته وويل چې د شاتو د مچيو ٩٠ صندوقونه لري او ښه حاصلات هم ترلاسه کوي.

هغه زياته کړه: (( په کال کې درې-څلور ځلې شات ترلاسه کوو، خو دا چې بازار نشته نو بيا تر بل کال پورې همدا شات راسره په کور کې پراته وي.))

دغه راز يو بل فارم لرونکي عصمت الله هم پژواک ته وويل چې سږکال يې د شاتو له مچيو څخه ښه حاصلات ترلاسه کړي.

دى ټينګار کوي چې سيمه ييز مسوولين بايد د دوى د شاتو توليداتو ته د هلمند ترڅنګ په نورو ولايتونو کې هم بازار پيدا کړي.

د يادونې ده چې دا مهال په هلمند کې يو کيلو ښه شات په پنځه سوه افغانيو پلورل کيږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.