ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فاریاب کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فاریاب کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Aug 2019 - 14:53
په فاریاب کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
15 Aug 2019 - 14:53

ميمنه (پژواک، ۲۴ زمری ٩٨): د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې د طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو تر منځ په نښته کې درې طالبان، یو ولسي پاڅون کوونکی او یو ماشوم وژل شوي، دوه طالبان، دوه ولسي پاڅون کوونکي او د یوې کورنۍ اووه غړي ټپیان دي.

د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه نهه بجې طالبانو د دولت اباد ولسوالۍ د مرکز پر امنیتي پوستو برید وکړ چې د امنیتي سرتېرو له مقاومت سره مخ شول او له پنځه ساعته جګړې وورسته یې شا تګ وکړ.

 دده په خبره، په دې نښته کې درې وسله وال طالبان، یو ولسي پاڅون کوونکی او یو اته کلن ماشوم وژل شوي؛ دوه طالبان، دوه ولسي پاڅون کوونکي او د یوې کورنۍ اووه غړي ټپیان شوي دي.

نوموړي د یوې کورنۍ د اوو غړو د ټپي کېدو په اړه وویل، د استوګنې پر کور د طالبانو له خوا د هاوان د توغول شوې مرمۍ د لګېدو له امله یو ماشوم وژل شوی او د دې کورنۍ اووه نور غړي ټپیان دي.

خو د دولت اباد ولسوال عبدالرازق کاکړ وویل، طالبانو تېره شپه د جبهې پر کرښه د هاوان او راکټو برید وکړ چې دوه د هاوان مرمۍ د استوګنې پر کورونو لګېدلې او له امله یې د یوې کورنۍ یوه لس کلنه ماشومه وژل شوې او د بلې کورنۍ یوه ښځه او دوه ماشومان ټپيان دي.

د ولایتي شورا غړي عبدالاحد ایلبیک د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل، خو ویې ومنله چې د تېرې شپې په جګړه کې د ولسي پاڅون کوونکو یو سرګروپ او یوه ۱۰ کلنه ماشومه وژل شوې، اته ملکي وګړي او دوه ولسي پاڅون کوونکي ټپیان شوي دي.

د پژواک خبري اژانس خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر هم ترلاسه کړي، خو بریالی نه شو.

دولت اباد ولسوالي د میمنې ـــ جوزجان پر لویه لار د ولایت له مرکز څخه ۶۰ کیلومتره لرې پرته ده، له دولتي ودانیو پرته یې د لویې لارې په ګډون ټولې سیمې د طالبانو تر واک لاندې دي او دولتي سرتېري له دوو کلونو راهیسې کلا بند دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.