کابل(پژواک،۲۵ زمرى ۹۸): د هېواد دخپلواکۍ د سلمې کاليزې د نمانځنې مراسم په داسې کې په دارالامان ماڼۍ کې تر سره کيږي چې د زمري تر ٢٥مه ددغې ماڼۍ د بيارغونې کار ٩٥سلنه بشپړ شوى دى.
دغه ماڼۍ چې د کابل ښار سوېل غرب ته په شاوخوا اته کيلومترۍ کې موقعيت لري، د امان الله خان په دوره کې له ١٣٠٤-١٣٠٦پورې جوړه شوې ده. دغه ماڼۍ چې نږدې ١٥لويې او کوچنۍ خونې لري په لومړي سر کې د سلطنت بيا وروسته تر ې ددفاع وزارت د ودانۍ په توګه کار اخيستل کېده، خو په کابل کې د کورنيو جګړو پرمهال ويجاړه شوه .
ددغې ماڼۍ د بيارغونې چارې په ١٣٩٥کال کې پيل شوې.
ددغې ماڼۍ د بيارغونې د چارو امر انجینر جاوېد حماد پژواک اژانس ته وويل چې ددغه قصر ٩٥سلنه کار بشپړ شوى او ټاکل شوې د زمري په ٢٨مه د ولسمشر غني له لوري پرانېستل شي.
هغه وايي چې ددغې ماڼۍ ټول کارونه بشپړ شوي يواځې د برېښنا چارې يې د بشپړېدو په حال کې دي.
د نوموړي په خبره،چې ددغې ماڼۍ په بيارغونه شاوخوا لس ميليونه ډالره لګښت راغلى چې د دولت له بوديجې ورکړل شوى دى.
د حماد په وينا چې ددغه قصر لومړۍ چارې په ١٣٩٥کال کې د ښارجوړونې او اراضۍ ادارې له خوا پيل او بيا د ارک د عمليات واحد ادارې له خوا پرمخ يوړل شوې.
نوموړى زياتوي چې ددغه قصر د بيارغونې چارې د کورنيو خصوصي شرکتونو له خوا تر سره شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن