ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت زرمت کې د ملکي وګړو د وژل کېدو پېښه څېړي

ملي امنيت زرمت کې د ملکي وګړو د وژل کېدو پېښه څېړي

author avatar
16 Aug 2019 - 11:00
ملي امنيت زرمت کې د ملکي وګړو د وژل کېدو پېښه څېړي
author avatar
16 Aug 2019 - 11:00

کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٨): د ملي امنيت رياست د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د وژل کېدو د پېښې د څېړنې لپاره يو پلاوى ګومارلى دى.

د زرمت  ولسوالۍ يوشمېر اوسېدونکو د روانې مياشتې په ٢١مه ادعا کړې وه چې د عرفې په شپه د ملي امنيت ځواکونو د عمليات پرمهال د زرمت په کولاګو سيمه کې ١١ بې ګناه عام وګړي وژلي دي.  

د ملي امنيت له رياست څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر د لارښوونې په اساس د زرمت پېښه څېړل کيږي .

د سرچينې په خبره، چې دغه رياست د زمري په ٢٤مه د بشرحقونو په ګډون يو باصلاحيته پلاوى ټاکلى ترڅو د زرمت ولسوالى پېښه په هراړخيزه توګه وڅېړي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيران هم پکتيا ته تللي، ددې پېښې د څرنګوالي په اړه يې د پکتيا او يکتيکا ولايتونو له واليانو سره کتلي او له هغوى يې غوښتنه کړې چې ددغې پېښې په څېړنه کې په نېغه توګه برخه واخلي.

سرچينه وايي چې پلاوى به په جدي توګه موضوع وڅېړي او د ملکي تلفاتو په اړه به معلومات روښانه شي.

د خبرپاڼه په وينا، په دې څېړنه کې به د ملکي تلفاتو د اوښتو لاملونه په ګوته او په ډاګه به شي چې څه ډول دا پېښه رامنځته شوې .

سرچينه وايي چې د ملي امنيت عمومي رياست به د نافذه قوانينو په رڼا کې ددغې موضوع په اړه خپله دنده ترسره کړي.  

د سرچينې په خبره، چې ملي امنيت دغه ډول پېښو ته د رسېدو په موخه  يوه اداره رامنځته کړې، تراوسه هر منسوب چې له دغه ډول تېروتنې سره مخ شوى قانوني چلند ورسره شوى دى.

د ملي امنيت د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، د ملکي تلفاتو مخنيوى ددغې ادارې په لومړيتوبونو کې ځاى لري او هر  منسوب د عملياتو پرمهال د ملکي وګړو د مخنيوي لپاره تر وروستي حده هڅه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.