ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زرنج کې د ځغاستې سيالي ترسره شوه

په زرنج کې د ځغاستې سيالي ترسره شوه

author avatar
16 Aug 2019 - 14:04
په زرنج کې د ځغاستې سيالي ترسره شوه
author avatar
16 Aug 2019 - 14:04

 زرنج( پژواک، ٢٥ زمرى ٩٨): د هېواد د خپلواکۍ دسلمې کاليزې په مناسبت د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې د ځغاستې سيالي ترسره شوه .

دغه سيالي نن د زمري په ٢٥مه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو د امريت له خوا د ښاروالۍ په مرسته د سلو ورزشکارو ځوانانو ترمنځ ترسره شوه .

 د نيمروز د سپورټ او بدني روزنې  امر محمد ناصر حسیني پژواک ته وويل چې دغو ځوانانو د ١٦کيلومتره په واټن په زرنج ښار کې ياده سيالي ترسره کړه.

 د نوموړي په خبره چې په دغې سيالۍ کې درې کسان د لومړي، دويم او درېيم مقامونو ګټونکي شول .

 د زرنج ښاروال نور الرحمن هوتک وويل چې يادو درې ګټوونکو ځوانانو ته بېلابېلې جايزې ورکړل شوې .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.