د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د دارالامان ماڼۍ د بيارغونې کار ٩٥سلنه بشپړ شوى

د دارالامان ماڼۍ د بيارغونې کار ٩٥سلنه بشپړ شوى

Aug 16, 2019 - 14:01

 کابل(پژواک،۲۵ زمرى ۹۸): د هېواد دخپلواکۍ د سلمې کاليزې د نمانځنې مراسم په داسې کې په دارالامان ماڼۍ کې تر سره کيږي چې د زمري تر ٢٥مه ددغې ماڼۍ د بيارغونې کار ٩٥سلنه بشپړ شوى دى.

دغه ماڼۍ چې د کابل ښار سوېل غرب ته په شاوخوا اته کيلومترۍ کې موقعيت لري، د امان الله خان په دوره کې له ١٣٠٤-١٣٠٦پورې جوړه شوې ده. دغه ماڼۍ چې نږدې ١٥لويې او کوچنۍ خونې لري په لومړي سر کې د سلطنت بيا وروسته تر ې ددفاع وزارت د ودانۍ په توګه کار اخيستل کېده، خو په کابل کې د کورنيو جګړو پرمهال ويجاړه شوه .

ددغې ماڼۍ د بيارغونې چارې په ١٣٩٥کال کې پيل شوې.

ددغې ماڼۍ د بيارغونې د چارو امر انجینر جاوېد حماد پژواک اژانس ته وويل چې ددغه قصر ٩٥سلنه کار بشپړ شوى  او ټاکل شوې د زمري په ٢٨مه د ولسمشر غني له لوري پرانېستل شي.

 هغه وايي چې ددغې ماڼۍ ټول کارونه بشپړ شوي يواځې د برېښنا چارې يې د بشپړېدو په حال کې دي.

د نوموړي په خبره،چې ددغې ماڼۍ په بيارغونه شاوخوا لس ميليونه ډالره لګښت راغلى چې د دولت له بوديجې ورکړل شوى دى. 

د حماد په وينا چې ددغه قصر لومړۍ چارې په ١٣٩٥کال کې د ښارجوړونې او اراضۍ ادارې له خوا پيل او بيا د ارک د عمليات واحد ادارې له خوا پرمخ يوړل شوې.

نوموړى زياتوي چې ددغه قصر د بيارغونې چارې د کورنيو خصوصي شرکتونو له خوا تر سره شوې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement