د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ټرمپ له خپلو سترو سلاکارانو سره د افغانستان د سولې برنامه ارزوي

ټرمپ له خپلو سترو سلاکارانو سره د افغانستان د سولې برنامه ارزوي

Aug 16, 2019 - 16:50

 کابل(پژواک، ٢٥ زمرى ٩٨): د راپورونو په اساس ټاکل شوې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن له خپلو سترو سلاکارانو سره د افغان سولې پروسه وارزوي. 

د بهرنيو رسنيو له خوا په خپرو شويو راپورنو کې راغلي چې ټاکل شوى ټرمپ نن په خپل استوګنځي کې د بهرنيو چارو له وزير مایک پامپیو او د ملي امنيت له سلاکار  جان بولټون سره وګوري .

دغه راز د امريکا ددفاع وزارت څو چارواکو سي ان ان تلوېزيوني شبکې ته ويلي چې په دغه کتنه کې به د امريکا ددفاع وزيرمارک اسپیر او لوى درستيز جنرال جوزف ډانفورډ هم حضور ولري.

 له څو مياشتو راهيسې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازي زلمى خليلزاد د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره په خبرو بوخت و چې دغه خبرې اتم پړاو ته رسېدلي او له تېر لوى اختره مخکې اتم پړاو هم بشپړ، نو اوس طالبان او خليلزاد له خپلو مشرانو سره په خپلمنځي خبرو او مشورو بوخت دي.

که د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسليک شي نو له مخې به يې امريکايي سرتېري له افغانستان څخه وځي .

 ځينې سرچينې وايي چې ټاکل شوې د امريکا او طالبانو ترمنځ راتلونکې سه شنبې تړون لاسليک شي، چې له مخې به يې امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، د افغانستان خاوره به د بل هېواد پرضد نه کارول کيږي ، بين الافغاني خبرې به پيليږي چې هغه به بيا په داخلي موضوعاتو لکه اوربند، د حکومت په جوړښت او نور بحث کوي. 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement