زرنج( پژواک، ٢٥ زمرى ٩٨): د هېواد د خپلواکۍ دسلمې کاليزې په مناسبت د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې د ځغاستې سيالي ترسره شوه .
دغه سيالي نن د زمري په ٢٥مه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو د امريت له خوا د ښاروالۍ په مرسته د سلو ورزشکارو ځوانانو ترمنځ ترسره شوه .
د نيمروز د سپورټ او بدني روزنې امر محمد ناصر حسیني پژواک ته وويل چې دغو ځوانانو د ١٦کيلومتره په واټن په زرنج ښار کې ياده سيالي ترسره کړه.
د نوموړي په خبره چې په دغې سيالۍ کې درې کسان د لومړي، دويم او درېيم مقامونو ګټونکي شول .
د زرنج ښاروال نور الرحمن هوتک وويل چې يادو درې ګټوونکو ځوانانو ته بېلابېلې جايزې ورکړل شوې .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن