ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې ١٢ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فارياب کې ١٢ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
16 Aug 2019 - 12:47
په فارياب کې ١٢ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
16 Aug 2019 - 12:47

ميمنه( پژواک، ٢٥ زمرى ٩٨): د فارياب چارواکي وايي چې ددغه ولايت د قيصار ولسوالۍ پر امنيتي پوستو د وسله والوطالبانو په بريد کې پنځه سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د قيصار ولسوال رحمت الله قیصاري پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د بوري او بندرشاخ سيمو ترمنځ پر امنيتي پوستو بريدونه  وکړل .

هغه زياته کړه: (( کله چې امنيتي ځواکونه ددغو پوستو د ملاتړ په موخه ورتلل د طالبانو له کمين سره مخ شول چې په پايله کې يې پنځه پوليس وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.))

يوه ټپي پوليس چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، وويل چې تېره ورځ ماښام مهال د طالبانو يو ګروپ د قيصار بازار ته راغى او پر امنيه قوماندانۍ يې بريد پيل کړ چې  د شپې تر يوولسو بجو يې دوام درلود.

 هغه زياته کړه: (( يوشمېر امنيتي سرتېري له درې ټانکونو سره ددغه بريد ددفع کولو په موخه راغلل ، خو د طالبانو له کمين سره مخ شول،چې په پايله کې يې پنځه پوليس ووژل شول او د دوه افسرانو په ګډون اووه نور ټپيان شول او يو ټانک هم يوڅه تخريب شو.))

د سرچينې په خبره ، چې په دغه نښته کې پنځه طالبان وژل شوي او يوتن يې ټپي دى.

 وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.