د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې د ١٤٠ځوانو جوړو د واده ډله ييز مراسم ترسره شول

په کابل کې د ١٤٠ځوانو جوړو د واده ډله ييز مراسم ترسره شول

Aug 16, 2019 - 16:03

 کابل(پژواک،۲۵ زمرى ۹۸): په کابل ښار کې د يوه خيره بنسټ له لوري د ١٤٠ځوانو جوړو د واده ډله ييز مراسم ترسره شول.

 د واده په دې مراسمو کې چې د حضرت ابوالفضل عباس د خيريه بنسټ له خوا ترسره شول شاوخوا اته زره مېلمنو ګډون کړى وو.

 ددغو مراسمو يوتن تنظيم کوونکي سالم خادمي پژواک اژانس ته وويل چې ياد مراسم د زمري په ٢٥مه د سهار له پنځو بجو پيل او د شپې تر دوولسو بجو به دوام وکړي، اصلاحي او علمي ويناوې، د قران کريم تلاوت، ترانې او نورې برخې به ولري.

 ده وويل، دغه ١٤٠ هغه جوړې وې چې له څو کلونو راهيسې يې د واده کولو توان نه درلود.

 د نوموړي په خبره، د هرې جوړې د واده لګښت ٥٠زره افغانۍ ټاکل شوى چې د ياد بنسټ له خوا ورکول کيږي . 

 خادمي وويل چې ددې کار هدف د هغو ځوانانو لاسنيوى دى چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولى په خپل وخت واده وکړي.

 دغه بنسټ چې ښوونيز او فرهنګي پروګرامونه پر مخ بيايي په ١٣٩٢کال کې جوړ او تراوسه يې ١٢ د ودونو ډله ييز مراسم ترسره کړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement