ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: هر اړخېزې سولې ته د رسېدو لپاره له افغان حکومت سره ګډې همکارۍ ته ژمن یو

امریکا: هر اړخېزې سولې ته د رسېدو لپاره له افغان حکومت سره ګډې همکارۍ ته ژمن یو

author avatar
17 Aug 2019 - 11:09
امریکا: هر اړخېزې سولې ته د رسېدو لپاره له افغان حکومت سره ګډې همکارۍ ته ژمن یو
author avatar
17 Aug 2019 - 11:09

کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٨): په سپينه ماڼۍ کې له طالبانو سره د روانو مذاکراتو په تړاو له مهمې غونډې وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې له افغان حکومت سره پر ګډې همکارۍ د افغانستان هر اړخيزې سولې ته ژمن دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا  د زمري په ٢٦مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د امريکا ولسمشر ټرمپ، د بهرنيو چارو وزير پومپيو، د ولسمشر مرستيال مايک پينس، د دفاع وزير ايسپير، د ملي امنيت سلاکار جان بولټن، د امريکا د وسله والو ځواکونو قوماندان جنرال ډنفورډ، د استخباراتو (سي اى اې) مشر هاسپيل او د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ګډون کړی و.

سرچينې زياته کړې چې په دې ناسته کې د امريکا او طالبانو پر روانو خبرو په تفصيل سره خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((موږ د افغانستان له حکومت سره پر ګډې همکارۍ ژمن يو چې په افغانستان کې يو هر اړخيزې سولې ته ورسېږو.))

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې  د سولې په دې هوکړه کې د تاوتريخوالي کموالى او اوربند، د دې ډاډ ترلاسه کول چې له افغانستانه به بيا امريکا او متحدينو ته ګواښ نه پېښيږي او افغانانو له يو بل سره د سولې خبرو ته کېنول شامل دي.

د جمعې په ورځ د یادې غونډې له پای ته رسېدو وروسته د امريکا  ولسمشر ټرمپ هم وویل چې د افغانستان په اړه یې يوه (ښه) غونډه لرله.

نوموړي پر خپل ټوېټر ليکلي: "په افغانستان کې له مخالفینو سره د ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امکان په صورت کې د يو ښه توافق په لټه کې يو."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو اتم پړاو خبرې د «اګست په ۱۲مه» له کومې موافقې پرته پای ته ورسېدې او زیاته یې کړه چې د راتلونکو ګامونو به اړه به له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.